د بايرن اُسقف: د افغان مهاجرو د اخراج پروسه دي ودرول سي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۶, پنجشنبهايالتي اُسقف، هاينريش بېدفورد شتروهم د سه شنبې په ماښام (د ۲۰۲۱ کال د می ۴مه) پر خپله فيسبوک پاڼه يوه اعلاميه خپره کړه. په دغه اعلاميه کي راغلي چي افغانان نه بايد په داسي حال کي له آلمان څخه افغانستان ته اخراج سي چي د اټکلونو له مخي د افغانستان يو پر دريمه برخه نفوس او د کابل نيم نفوس په کرونا اخته دی.
نوموړي زياته کړې چي له همدې کبله هغه د هغې غوښتني ملاتړ کوي چي افغانستان ته دي د افغان مهاجرو د اخراج پروسه ودرول سي. دا غوښتنه په بايرن کي د مرستندويه ټولنو، سياسي ګوندونو او کليساوو د يو اتحاد له خوا مطرح سوې ده.
د اُسقف په وينا د هغه کليسايي ادارې د روان کال په مارچ مياشته کي لا د بايرن له ايالتي حکومت څخه غوښتي ول چي په زياته بیا د کرونا پاندمي پر وخت دي بحراني او غير امن سيمو ته د مهاجرو اخراج ودروي.
بېدفورد شتروهم چي د آلمان د پروتستانت کليساوو د شورا رئيس هم دی زياته کړې ده چي له افغانستان څخه د بهرنيو عسکرو د وتلو د پروسې د پېل سره د بې ثباتۍ د زياتېدو ګواښ هم زيات سوی دی. د هغه په وينا له دې کبله زيات دلايل سته چي پر دې دلالت کوي چي له شته قانوني امکاناتو څخه داسي ګټه واخيستل سي چي د افغانانو اخراج ودرول سي.
له آلمان څخه هغه بهرنيان د امکاناتو په صورت کي اخراجيږي چي په آلمان کي د اقامې او پاته کيدو حق نه لري. زيات وختونه دا هغه کسان وي چي د پناه غوښتنه يې په مطلقه توګه رد سوې وي او هغوی له آلمان څخه په وتلو مکلف کړل سوي وي.
د سه شنبې په ورځ له بايرن ايالت څخه د افغانانو د اخراج يو پرواز د چارواکو په وينا «د امنيتي دلايلو پر اساس» وځنډول سو. د بايرن د کورنيو چارو ايالتي وزير، يوآخيم هېرمن البته وويل چي افغانستان ته به اخراجونه ادامه پيدا کړي او دا چي د کرونا له کبله قوانين له منځه نه ځي.
آ./ا.ا.
دا مضمون د مهاجر نیوزله همکارۍ رسنۍ اخیستل شوی