1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بلینکن لیک؛ افغان حکومت له کومو «انتخابونو» سره مخ دی؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۸, دوشنبه

افغان چارواکو د راتلونکي حکومت په اړه د امریکا متحده ايالاتو طرحې ته بیلابیل غبرګونونه ښوولي دي. ایا حکومت ته پریکړه کول اسان دي؟

https://p.dw.com/p/3qM7U
Antony J. Blinken
انځور: REUTERS

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن لیک ته ترټولو جدي غبرګون د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ښوولی چې وايي د خلکو پر رایو او اساسي قانون معامله د منلو نه ده.

صالح چې نن دوشنبه (د ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ ۹مه) یې کابل کې د پخواني ولسمشر مرستیال مارشال فهیم تلین ته وینا کوله، زیاته کړه: «له خلکو د رایو حق اخېستلو نامشروع غوښتنو منل ناشوني دي.»

صالح وويل چې افغان ولسمشر ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک نه دی اندېښمن کړی او نه به یې هم په دریځ کې بدلون راشي.

د بلینکن په لیک کې څه دي؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په لیک کې ټینګار شوی چې افغان سولې بهیر د پرمختګ سره هممهاله باید ډير ژر د یوه ټولشموله حکومت په تشکیل هوکړه وشي.

لیک کې زیاته شوې چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو، سیاسي مشرانو، طالبانو او نورو ښکېلو اړخونو سره ددغه نوي حکومت ترڅنګ په تلپاتې اوربند هم سلا مشورې کوي.

اړونده موضوع: بلینکن: له طالبانو سره پر موافقې له سره غور کوو

د لیک په یوه برخه کې راغلي: «مونږ يو وړانديز چمتو کړى چې د دريو مياشتو  په بهير کې تاوتريخوالي کې کمښت راولي، يوه موخه يې داده چې د طالبانو د پسرلنيو عملياتو مخنيوی وشي، زمونږ له ډيپلوماټيکو هڅو ملاتړ وکړي چې د ښکيلو غاړو ترمنځ سياسي جوړجاړی راولي، زه له تاسې په ټينګار غواړم چې ددغه وړانديز په اړه چې خليلزاد به يي له تاسې سره شريک کړي، رغاونکی دريځ غوره کړئ.»

په لیک کې سپارښتنه شوې چې د جمهوریت ډله باید د پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او د ملي روغې جوړې شورا مشرعبدالله عبدالله سره افغان سولې ته په ګډه کار وکړي او ددې ګډ کار د لاپراختیا غوښتنه هم شوې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر لیک ددې پخلی هم کوي چې د افغانستان راتلونکي حکومت په اړه به په ترکیه کې لویه غونډه راوبلل شي، چې یوشمېر کتونکي یې لومړي بُن کنفرانس ته ورته جوړښت بولي.

خو امرالله صالح د ترکیې غونډې په اړه وویل، چې په یوه کوټه کې راټول شوي ۲۰ کسان نه شي کولای چې د خلکو د برخلیک په اړه پریکړه وکړي.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
کارپوهان وايي چې د بلينکن د ليک څخه ښکاري چې امريکايان د دوحې تړون ته ژمن پاتې کيږیانځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

خو د ملي روغې جوړې شورا مشر عبدالله عبدالله بیا وايي چې د بهرنیو چارو وزیر دغه لیک کابل ته د ښاغلي خلیلزاد ترسفر وړاندې د امریکا د سفارت استازي ورسپارلی دی.

عبدالله زیاته کړه: «سره له دې چې نه غواړم له لیک څخه دفاع وکړم، خو په دې لیک کې ډیر مهم موارد هم بحث شوي دي.» عبدالله زیاتوي چې بي اتفاقي لامل کیږي چې پر مونږ هرڅه تحمیل شي.

افغان حکومت، د پاڼ او پړانګ ترمنځ؟

د چارو یوشمېر کتونکي پردې باور دي سره له دې چې د راتلونکي حکومت په اړه د امریکا نوې طرحې ځینې برخې د حکومت په ګټه دي، خو ځينو برخو یې حکومت د پاڼ او پړانګ ترمنځ راوستی.

د لغمان پخواني والي اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، حکومت که طرحه مني نو بیا به خپل ځای یوه نوي جوړښت ته پریږدي او که مخالفت یې وکړي، نو د جګړو ملامتي ورپه غاړه کیږي. هغه زياته کړه: «د حکومت یو انتخاب دادی چې دغو طرحو ته د خوب او خیال کاغذونه ووايي چې دا بیا د تصادم مانا لري، دلته لیک کې ورته اشاره هم شوې ده چې ۹۰ مې لسیزې ته باید ونه ګرځي.»

دغه پخوانی افغان چارواکی د امریکا د نوې طرحې یو مثبت اړخ دا بولي چې د نظام جوړښتونه نه ړنګیږي او یواځې په سمون او رغاولو یې ټینګار شوی.

د چارو یو بل کتونکي نورالرحمان لیوال بیا دویچه ویله ته وویل، چې امریکا د افغانستان اوسنی حکومت ناکام بولي او دې پایلې ته رسیدلي چې باید بدیل یې رامنځته شي. هغه زياتوي: «له لیک څخه دا هم مالومیږي چې امریکایان د دوحې بهیر ته ژمن پاتې کیږي.»

د بلینکن په لیک کې څرګنده شوې چې د بایډن ادارې لاهم د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې ارزونه نه ده بشپړه کړې او ښايي د راتلونکې اپریل میاشتې ترپایه له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي.

اسماعیل شاکر – کابل