1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله د افغانستان د مصالحې د ملي شورا رئيس دی. هغه همدا راز د ملي يووالي د حکومت د اجرايوي رئيس او د بهرنيو چارو د وزير په توگه هم دندې ترسره کړي دي. عبدالله درې وارې د ولسمشرۍ د ټاکنو کانديد وو.

د طالبانو د حکومت تر سقوط وروسته عبدالله عبدالله د حامد کرزي په مشرۍ په موقت اداره او انتقالي حکومت کې، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير وو. هغه د ۱۳۸۸ کال د ټاکنو کانديد وو خو تر هغه وورسته چې د نوموړي او د حامد کرزي تر منځ ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې، هغه د اعتراض په توگه د ټاکنو په دويم پړاو کې له گډون ډډه وکړه. هغه په دوو نورو جنجالي ټاکنو کې له اشرف غني سره هم سيالي کړې ده. کله چې د ۱۳۹۳ کال په تاکنو کې جنجال رامنځته شو، عبدالله عبدالله له اشرف غني سره يو تړون لاسليک کړ چې پر اساس یې غني ولسمشر او عبدالله د حکومت اجرايوي مشر وو. د ۱۳۹۸م کال په ټاکنې کې هم ورته سناريوی تکرار شوه. د دې دوو سياستوال ترمنځ د ټاکنیزو جنجالونو په نتيجه کې يوه سياسي توافقنامه لاسليک شوه او عبدالله د د ملي مصالحې د عالي شورا مشري پر غاړه واخیسته.

نور مضمونونه را وښووی