1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني او عبدالله له کومې اجنډا سره امریکا ته ځي؟

۱۴۰۰ خرداد ۳۱, دوشنبه

افغان چارواکي وايي، ولسمشر غني او د ملي مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله به امریکا ته په سفر کې له ولسمشر جو بایدن سره د اړیکو پر دوام وغږېږي. خو افغان کارپوهان وايي، د دغه سفر ترشا برخلیک ټاکونکې اجنډاوې شته.

https://p.dw.com/p/3vIEh
Afghanistan Ashraf Ghani und Abdullah Abdullah ARCHIV
انځور: Reuters/J. Ernst

د سپینې ماڼۍ تر اعلاميي وروسته، نن دوشنبه (۲۰۲۱م کال د جون ۲۱مه) افغان چارواکو هم د روانې جون میاشتې پر ۲۵مه واشنګټن ته د غني او عبدالله د سفر پخلی وکړ.

د آرګ یوه ویاند لطیف محمود دویچه ویله ته وویل چې سبا ولسمشرۍ ماڼۍ په همدې اړه خبریالانو ته بشپړ مالومات هم ورکوي.

د آرګ یوه بل ویاند محمد امیري په دې اړه وویل: «ټاکل شوې چې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه پلاوي په مشرتوب متحده ایالاتو ته سفر وکړي او له ولسمشر جو بایدن سره ملاقات وکړي، په دې سفر کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د همکاریو پر دوام بحث کیږي.»

د ملي روغې جوړې شورا هم وايي چې امریکا ته د عبدالله عبدالله په سفر کې مهمه اجندا دوه اړخیزه اړیکي او د افغان سولې بهیر دی.

د دې شورا د رسنیو او عامه پوهاوي کمېسیون یوه غړي سید بشیر بشرمل دویچه ویله ته وویل، چې په سفر کې د جګړې پر ختمولو او د امریکا د مرستو پر دوام خبرې کیږي.

بشرمل زیاته کړه: «په دې سفر کې به د ښاغلي عبدالله ځانګړی ټینګار د سولې پر مذاکراتو وي چې امریکا د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو هيوادونو فشار راوړي او هغوی د سولې مېز ته حاضر کړي.»

په دې سفر کې به له امریکا غوښتل کیږي چې طالبان د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره یوه ګډ نظام جوړولو ته وهڅوي.

خو کارپوهان په دې اړه څه وايي؟

امریکا ته د غني او عبدالله سفر داسې مهال اعلانیږي چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده او په تېره څه کم یوه میاشت کې د په لسګونو ولسوالیو د سقوط ادعا شوې.

د نړيوالو اړیکو شنونکي نصرت الله حقپال دویچه ویله ته وویل، امریکا په قصدي ډول غواړي چې افغان حکومت له طالبانو سره یوې معاملې ته اړ باسي: «دویمه سناریو چې زه وینم هغه داده چې ولسمشر غني او عبدالله امریکا په دې خاطر وروغوښتل چې هلته له دوی سره پر یوه نوي فصل خبرې وکړي، مانا دا چې پر نویو توافقاتو، نویو تړونونو او یا دا چې د امریکا نوی پلان څه دی؟ پر دغو مسایلو به خبرې کیږي.»

د دغه افغان کارپوه په وینا امریکایان غواړي چې جګړه همداسې توده وساتي، خو په دې جګړه کې باید هیڅ لوری (حکومت او طالبان) ګټونکی ونه اوسي.

حقپال چې افغان سوله او جګړه له نیږدې څاري زیاتوي چې ښايي په دغه سفر کې له افغان مشرانو سره د طالبانو پر وړاندې د مقاومت پر تازه څرنګوالي هم بحث وشي.

هاخوا سیاسي او امنیتي شنونکي جنرال محمد نادر معمار بیا وايي چې کيدای شي په دې سفر کې یو بنسټیز ټکی دا هم وي چې امریکا غواړي افغانستان کې پاتې شي: «د امریکا د پاتېدو په اړه احتمال ډير زیات دی او زه فکر کوم چې په دې اړه پر تازه شرایطو به له افغان مشرانو سره خبرې وشي.»

د افغان څارګرې ادارې دغه پخواني چارواکي دا هم وویل چې د امریکا له پاره د غني او عبدالله ترمنځ اختلافات نور له زغم وتلي او په دغه سفر کې به پر دواړو د اختلافاتو ختمولو فشار راوړل شي.

امریکا ته د غني او عبدالله د سفر په اړه د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي دي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په لړ کې د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو پر دوام خبرې کیږي.

په اعلامیه کې د ځواکونو تر وتلو وروسته هم په هره برخه کې د مرستو د دوام ژمنه شوې.

اسماعیل شاکر – کابل