1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل؛ یو شمیر نجونې په پټه زده کړې کوي

۱۴۰۰ مهر ۲۱, چهارشنبه

وروسته له هغې چې طالبانو له شپږمه د لوړو ټولګیو نجونو ته د تعلیم او زده کړه اجازه ورنه کړه، اوس یو شمیر افغان نجونو په پټه درسونه پیل کړي دي چې د طالبانو د پخوانۍ دورې خطرونه یو ځل بیا را ژوندي کوي.

https://p.dw.com/p/41cs6
Afghanistan Kabul Kinder gehen zur Schule
انځور: Getty Images/AFP/Y. Cortez

د کابل په یوه کور کې شاوخوا ۱۴ نجونې راټولې شوي دي څو په مخفي توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. د دې پټ ټولګي ښوونکې چې په خپله هم یوه زده کوونکې ده، نورو نجونو ته لوګاریتم ور زده کوي.

د دې خونې دروازه او کړکۍ تړل شوي دي څو له خونې بیرون یې خلک غږ وا نه وري. د دې خونې پردې هم کوزې دي څو له بیرون څخه د لیدو وړ نه وي. د خونې په یوه کونج کې یوه سپينه تخته نصب شوې او ښوونکې هم نورو نجونو ته درس ورکوي.

دغه حالت د طالبانو د پخوانۍ دورې یادونه یو ځل بیا را تازه کوي چې پکې نجونو او ښځو د تعلیم او کار حق نه لره. هغه مهال هم یو شمیر نجونو او ښځو په انفرادي او په مخفي توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړې وه.

په دې وروستیو کې د ښځو حقونه او د دوی زده کړه نه یوازې په افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې یوه توده موضوع ده. طالبانو په رسمي توګه د نجونو تحصیل منع ګرځولی خو ویلي یې دي چې په لومړي سر کې باید د نجونو د تعلیم له پاره د اسلامي شریعت په چوکاټ کې چاپیریال رامنځ ته شي.

داسې ښکاري چې پر نجونو د تعلیم د منع کیدو موضوع په ټول افغانستان کې په یوه ډول نه تطبیقیږي. له ځینو ولایتونو څخه داسې راپورونه خپاره شوي چې پکې نجونو ته ان تر ۱۲ ټولګي پورې ښوونځي ته د تګ او زده کړو اجازه ورکړل شوې ده.

له خطره ډک کار

د طالبانو په حاکمیت کې د دغه راز پټو او مخفي ټولګیو جوړول اسانه کار نه بریښي. د دغه مخفي ټولګي زده کونکې په مختلفو وختونو او له مختلفو لارو ځانونه دغه ځای ته رسوي ترڅو څوک پرې د زده کړې شک ونه کړي. په دغه ټولګي کې د ښوونځي په شان میز او چوکۍ نه شته او ټولې نجونې پر ځمکه او فرش باندې ناستې دي او زده کړه کوي.

د امنیتي ملحوظاتو له کبله په دغه رپوټ کې د مرکه شویو نجونو نومونه مستعار دي. صالحه (مستعار نوم) چې د ۱۲ ټولګې زده کوونکې ده وايي چې له دوو میاشتو وروسته بلاخره مجبوره شوې څو په پټه او مخفي توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړي. هغې وویل: «موږ نه شو کولی چې دغه وضعیت قبول کړو او د یوه ښوونکي په مرسته مو دغه صنف پیل کړ او غواړو چې په دې توګه خپلو درسونو ته ادامه ورکړو.»

صالحه وايي چې هغه او نورې نجونې چې ستر خوبونه لري، نه غواړي له وروسته پاتې نظریو سره ژوند وکړي. هغه ټینګار کوي چې تر څو چې ستونزه نه وي حل شوي، په مخفي توګه او په همدې ډول به خپلو درسونو ته ادامه ورکړي.

هغه نجلۍ چې په دې ټولګې کې نورو نجونو ته درس ورکوي په خپله هم د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس فاکولتې د دوهم ټولګي محصله ده. هغه وايي چې غواړي په راتلونکې غواړي د کمپیوټري پروګرامونو جوړونکې شي خو زیاتوي چې د طالبانو په حاکمیت کې یې دغه خوب ښايي ریښتیا نه شي. هغه وايي: «دا داسې ده لکه چې خپل ټول ژوند او خوبونه مو له لاسه ورکړي وي. یعنې هیڅ لار نه شته چې خپلو اهدافو ته ورسیږو او دا داسې ده لکه چې جسم وي خو ژوندي نه یو.»

نوریه (مستعار نوم) چې په خپله د کابل پوهنتون محصله او د دې ټولګې ښوونکې ده وايي: «هیله منده یم چې دغه تورې ورځې به ژر پای ته ورسیږي او موږ یو ځل بیا وکولی شو چې خپلو درسونو ته ادامه ورکړو.»

دا په داسې حال کې چې په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ښوونځیو ته د میلیونونو نجونو تګ تل غربي هیوادونه د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو بولي. خو اوس چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلي دي، په مخفي توګه د نجونو انفرادي زده کړه ممکن ده خو دا نه شي کیدای د اوږدمهاله له پاره د نجونو د تعلیم ځای ونیسي. آن که یو شمیر محدودې نجونې دغه کار ته ادامه ورکړي، خو کله چې د دوی زده کړې رسمیت ونه لري او ونه شي کولی چې لوړې زده کړې پرې وکړي، دغه کار ښايي مطلوبه نتیجه ورنه کړي.

هغه نجونې چې په دې پټ ټولګي کې زده کړې کوي خپلې ښوونکې ته باید یو میاشتینی معاش هم ورکړي خو د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت له کبله ښايي دغه کار هم د کورنیو پر اقتصاد باندې منفي اغیز ولري.

نوریه چې له شپږو کلونو راهیسې په کورونو کې په انفرادي ډول نجونو ته درس ورکوي وايي چې یو شمیر افغانې کورنۍ ډیرې بې وزله دي او د میاشتیني فیس د ورکولو وړتیا هم نه لري. هغه وايي چې د بې وزله کورنیو زده کوونکو ته هغه په وړیا ډول درس ورکوي.