1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بغلان: د سکرو کان د نړيدو په پيښه کې پنځه کسان مړه شوي

۱۴۰۰ فروردین ۲۴, سه‌شنبه

په بغلان کې د سکرو يو کان نړیدلی چې د يوې ځايي امنيتي سرچينې په وینا پنځه کان کیندونکي پکې مړه او څلور نور لا درکه دي.

https://p.dw.com/p/3rwit
Kohleförderung Afghanistan
انځور: DW/Nader Pajhohesh

د بغلان امنيه قوماندانۍ وايي چې دغه پيښه د سه شنبې په ورځ په نهرين ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

له کابل څخه د اسوشتيد پریس خبري آژانس د بغلان د امنیه قوماندانۍ د وياند، جاويد بشارت، له قوله لیکي چې د ژغورنې يو ټیم سيمې ته رسیدلی دی. په رپوټ کې د پيښې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

بغلان په شمال کې د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د سکرو کانونه لري. په افغانستان کې ډېر وخت د کانونو د نړيدو پيښې رامنځ ته کيږي چې معمولاً ځاني تلفات هم لري. د کانونو خپلسري او غير مسلکي کيندنې د دغو پيښو اصلي عاملونه ګڼل کيږي.

د افغانستان په کانونو کې د ليرو پرتو سیمو اوسیدونکي کار کوي. دوی په کيندنو کې د ډيرو ابتدايي او دوديز تخنیکونو څخه په کار اخيستنې سره خپل ژوند په خطر کې اچوي.

د امريکا متحده ايالاتو د جيولوجيکي سروې پر اساس، افغانستان د تريلونو ډالرو په ارزښت د تيلو، ګاز، ليتيم او نادره فلزاتو کانونه لري چې ډېر ېې د ناامنيو او تاوتريخوالو له کبله لاس ناخوړلي پاتي دي.

د روان کال په فبروري میاشت کې په ګاونډي ولایت بدخشان کې د سرو زرو يوه کان د نړېدو په پيښه کې هم ۷ کسان مړه او ټپيان شوي ول. هغه مهال ځايي چارواکو ويلی ول چې دغه کان د باران او واورې له کبله نړيدلی دی.

AP/mks/nz