1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورت

کویټې ته څیرمه ترافیکي پيښې ۱۳ کسان ووژل

۱۳۹۶ مهر ۱۵, شنبه

د پاکستان په سویل لویدیځ ایالت بلوچستان کې یو مني بس او سرویس موټر سره جنګیدلي دي، چې په پایله کې یې لږ تر لږه د ۱۳ تنو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. په پيښه کې یو شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/2lPyM
Pakistan Anschlag in  Parachinar
انځور: Getty Images/AFP/Str

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د پولیسو له قوله لیکلي دي چې ظاهرا دغه پيښه د زیات سرعت له کبله رامنځ ته شوې ده. پيښه د بلوچستان ایالت مرکز کویټه په اطرافو کې رامنځ ته شوې ده.

د محمد اکبر په نوم د پولیسو یوه ځایي چارواکي نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې «په پيښه کې لږ تر لږه ۱۳ تنه وژل شوي دي.»

په کویټه کې د ملکي روغتون د ډاکټرانو په خبره روغتون ته ۲۴ ټپیان وروړل شوي دي او اندیښنه یې څرګنده کړې ده چې ښایي د مړو شمیر لوړ شي. ویل شوي دي چې د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي، د دفتر له لوري په خپرې شوې بیانیه کې پر دغه پیښه باندې خواشیني ښوول شوې ده.

په پاکستان کې هر کال د ترافیکي پيښو په پایله کې زرونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. خراب سړکونه، زړې موټرې او بې پروا موټر چلونکي د دغو پيښو اصلي علتونه ګڼل کیږي.

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: