لومړی مقام ـ امريکا متحده ايالات، ۸۱۳۴ ټنه سره زر
امريکا متحده ايالات په ټوله نړۍ کي د نورو ټولو هيوادونو په پرتله د سرو زرو ستري زيرمي لري. د دغه هيواد مرکزي بانک د ۲۰۲۰م کال په اګست مياشت کي ۸۱۳۴ ټنه سره زر لرل. د يو اس فنډس وېبپاڼي د راپور له مخي په دې توګه د امريکا متحده ايالاتو مرکزي بانک تر ټولو زيات سره زر لرونکی بانک دی.
[ليکونکی: احمدولي اڅکزی]