کلتوري ميراث ته جنگ، که لوی ښارونه خطرناکه دي؟ | NRS-Import | DW | 12.10.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

NRS-Import

کلتوري ميراث ته جنگ، که لوی ښارونه خطرناکه دي؟

اقلیمي بدلون، جنگونه، او نور عوامل کلتوري ميراثونو ته خطرناکه وي، خو لوی ښارونه کله کله ترهغه هم ورته خطرناکه وي. داچي کلتوري میراث اصلأ څه شي دی او د خرابیدو مخنیوی يې کیدلای سي، لرغون پيژندونکي یې تشريح کوي.

دویچه ویله ددې موضوع په هکله د لرغون پيژندونکې فریدریکا فلېس سره د یوې مرکې په ترځ کي لمړی پوښتلي دي چي په کلتوري میراث کي اصلأ کوم شیان شامل دي؟

فریدریکاوايي، چي کلتوري میراث په خپله یوه مغلقه اصطلاح ده، ځکه هغه په لومړي سر کي دا معنی ورکوي، چي یو څوک غواړي کلتوري آثار یا ځایونه په میراث پریږدي. دغه تصور اصلأ د فرانسوي انقلاب په جریان کي رامنځته سو. خو نن ورځ دهغه څخه ډیر وسیع مفهوم رامنځته سوی دی. لیدل کیږي چي موږ د یوې خوا په بين المللي سطح د اهمیت وړ ځایونه د کلتوري میراث په توگه تعریفوو او له  بله طرفه له هغه سره معنوي کلتوري میراث هم شاملیږي، لکه موسیقي. نن ورځ دې دواړو، یعني هم مادي او هم معنوي شیانو او آثارو ته کلتوري میراث ویل کیږي.

د دې پوښتني په جواب کي چي کلتوري میراث څنگه ساتل کیږي، فریدریکا وايي چي هغې د مثال په ډول په جرمني کي په ۲۰۰۶م کال کي د هېرتیژ- "Archaeological Heritage Network" په نامه د لرغون پيژندني یوه شبکه جوړه کړه، ترڅو د جرمني د تاریخي او لرغونو آثارو پالنه او څیړنه وسي.

د دغي شبکې له لاري کوښښ کیږي چي د کلتوري میراث د ساتلو په برخه کي ټوله امکانات او صلاحیتونه سره یوځای سي. نه یوازي د تاریخي آثارو، بلکي موزیمونو او آرشیفونو څارنه هم وسي. ډیر هیوادونه  خپل آثار په صحیح ډول سره نه درجوي او د پخوانیو میتودونو څخه کار اخلي، چي بیا مثلاً د یوې فاجعې پرمهال لکه په ریو دي ژنیرو کي د ملي موزیم اور اخیستل، هرڅه ورک کیږي. خو زموږ شبکه ټول آثار په ډیجیتلي ډول سره درجوي.

د موزیمونو د ساتلو له پاره موږ د مثال په ډول داسي امکانات څيړو، چي د یوه جنگ د رامنځته کیدو پر مهال هغوی څنگه او چیري انتقالیدلای سي؟ نه یوازي دا، بلکي د جنگ تر ختمیدو وروسته هم بیرته ژر د هغه غم وخوړل سي او د له منځته تلو له خطر خوندي سي.

که مثلأ یو موزیم لکه د ریو دي ژنیرو موزیم ته چي نه یوازي یې اور واخیستئ، بلکي د اوبو نلونه هم وچاودل او آثار یې لانده سول، بیا نو ژر باید په عمل لاس پوري سي. که نه هغوی لندیږي، موږکان او نور حشرات پکښي پیدا کيږي او خرابوي یې. ځکه نو باید هغوی ډیر ژر وچ سي او یوه مؤسسه یا شبکه موجوده وي، چي دا کار پر غاړه واخلي او تجربې هم ولري.

فریدریکا ددې پوښتني په جواب کي چي جنگونه او لوی ښارونه کلتوري میراث څومره خرابوي، وویل چي په دې هر څوک پوهیږي چي جنگونه کلتوري میراث خرابوي او حتی کاملأ یې له منځه وړي، خو نن ورځ د لویو ښارونو جوړول هم تر هغه کم نه دي.

ددې په خبره په ځینو ښارونو او سیمو کي د ساختماني پروژو په واسطه نړیدل دونه په پراخه پیمانه وي، چي تاریخي آثار کاملأ یا یې یوه برخه هم ورسره نړیږي. دا کله کله ترجنگونو هم کلتوري میراث ته ډیر تاوان رسوي.

د نورو ترڅنگ مثلأپه لیبا کي د نوو آبادیو د جوړیدو په ترځ کي کلتوري آثار د بلدوزرونو په واسطه چپه کیږي او هیڅوک ورته اصلأ پام نه کوي، ځکه هغو ته هیڅ ارزښت قایل نه دي. یا مثلأ په بیروت کي همدا لږ وخت دمخه په زاړه ښار کي هسکي ودانۍ جوړي او د زاړه ښار حیثیت او ښايست یې ورسره له منځه ولاړه.

د نړې په ډیرو نورو هیوادونو کي هم دا ډول مثالونه ډیر دي، له هغې جملې څخه افغانستان یا مثلأ د سعودي عربستان دمکې معظمې ښار چي د کعبې پر شاوخوا لوکس او عصري لوړ لوړ تعمیرونه جوړ سوي، نور هم جوړیږي او ورځ په ورځ تجارتي شکل نیسي.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:(07.06.2016 )

DW.COM