1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

کرونا: د بدن د ايمني سیسټم د قوي کولو پنځه لارښوونې

۱۳۹۹ فروردین ۱۲, سه‌شنبه

دا چې سړی له کرونا ويروس سره په ښه جسمي او رواني صحت سره مقابله وکولی شي، يوه قوي ايمني سیسټم ته اړتيا لري. دا چې دا سيسټم څرنګه پياوړی کړئ، تر ډيره ستاسې په خپل لاس کې ده.

https://p.dw.com/p/3aFLr
17.12.2014 DW Fit & Gesund Immunsystem
انځور: Fotolia

زیاتره انسانان د يوه ويروس له کبله دغه ډول بيړنۍ حالت په لومړي ځل تجربه کوي. هر څه بل ډول شوي دي. ورځنی ژوند مو ګډوډ شوی دی او په دې هم څوک نه پوهيږي چې څه به لا پيښيږي. له همدې کبله مهمه ده چې د ځينو شيانو کنترول په خپل لاس کې واخیستل شي، څو انسان روغ او قوي پاتې شي.

د دې يو شرط دا دې چې موږ د امکان تر حده د خپل بدن ايمني سیسټم پياوړی کړو.

صحي خواړه!

په اصل کې دا هر وخت مهمه ده چې انسان د صحي خوړو په مرسته د خپل بدن او روان په روغ ساتلو کې مرسته وکړي، خو اوس په دې ورځو کې زموږ خوراک ډېر مهم دی. صحي خواړه د زړه او وينې د فشار اړوند ناروغيو، شکرې او همدا راز د چاغۍ خطر په ثابت شوي ډول کموي. سالم خوراک همدا شان پر ژور خفګان د اخته کیدو او انزايټي يا ويرې احتمال هم کموي.

زموږ د روان له پاره بهترين خواړه هغه دي چې زموږ بدن روغ ساتي. زموږ ماغزه د کاربو هايدريتس يا نشاستې له جوړښتونو څخه لکه په ميوه، سبزيجاتو او غلو کې چې وي، ګټه پورته کوي. د دې خوراکي توکو څخه انرژي په کرار کرار په بدن کې په کار لويږي. دا کار زموږ روح او روان آراموي.

Gemüse Ernährung Symbolbild
انځور: PhotoSG - Fotolia

هغه خواړه چې زموږ ايمني سیسټم قوي کوي هغه خوراکي توکي پکې شامل دي چې وينامن ای، بي، سي، ډي او اي او همدا راز منرالونه لکه وسپنه، زنک او سيلينيم ولري. ويتامن بي سړی په شنو سبو لکه بروکلي او پالکو او همدا راز په حبوباتو، کیلې، هګيو، د چرګ او ماهي په خوښو کې او همد راز په چغندر کې موندلی شي.

بي ويتامينونه د دې له پاره مهم دي چې زموږ مغز د خوښۍ هورمونونه سيروتونين او دوپامين افراز کړی. ژور خفګان زياتره وخت د ويتامين B6 او B12 او همدا راز د فولک ايسد (B9) د کمښت له کبله رامنځته کيږي.

همدا راز زموږ کولمې هم زموږ پر رواني حالت اغیز کوي. مستې، کميچي يو ډول اچار او په سرکه کې اخته شوي ډول ډول سبزيجات داسې مواد لري چې د کولمو د التهابي کيدو مخه نيسي او کیدای شي زموږ پر روان ښې اغیزې ولري او ادراکي فعاليتونه ښه کړي.

د روغتيا نړيوال سازمان هم يو نوملړ چمتو کړی چې په مرسته یې سړی خپل رواني او جسمي حالت ښه کولی شي. همدا راز لارښوونه شوې چې د سګريتو او الکهولو څخه دې لاس واخيستل شي او نور نشه يي توکي هم د کرونا سره د بدن په مقابله کې زيان رسونکي دي.

ښه شپه ولرئ!

د خوب په حالت کې زموږ بدن بې له دمې خپل کار ته دوام ورکوي. حجرې مرمتيږي، زهري مواد له منځه ځي، معلومات بررسي کيږي او په ياداښت کې محفوظيږي. څيړنو ښوولي چې بې خوبي د انسان پر روغتيا پراخې اغیزې لري او همدا راز پر روان هم ډېرې منفي اغیزې لري. بې خوبي آن زموږ پر احساساتي ځيرکتيا هم تاثير لري.

د خوب کمښت همدا شان د دوامداره ناروغيو لکه ديابت يا شکرې، چاغۍ او زړه د ناروغيو خطر هم زياتوي.

Schlafen Symbolbild
انځور: Gina Sanders - Fotolia

هره ورځ په ورته وخت کې ويده کيدل او بيداريدل د دې زمينه برابرولی شي چې انسان د عادي حالت يوه معينه کچه وساتلی شي. د کرونا د دې روان بحران پر وخت که چېرې د بې خوبۍ له ستونزې سره مخ ياست نو هڅه وکړئ د خوب ځای ته تر تلو د مخه د کرونا په اړه خبرونه ونه ګورئ. اصلاً د شپې له خوا د ځيرک تليفون او کمپيوتر له کارولو ډډه وکړئ. د دغه آلو آبي رڼا پر خوب تاثير لري. د دې پر ځای بايد کتاب ولوستل شي.

حرکت وکړئ!

حرکت د انسان په بدن کې د خوښۍ د هارمونو د افرازیدو سبب ګرځي. دغه هارمونه بيا رواني فشار او ویره کموي، خوب او ياداښت ښه کوي او د درک وړتيا لوړوي. حرکت او ورزش سړی په کور کې هم کولی شي. د روغتيا نړيوال سازمان توصیه کړې چې سړی د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقيقي سپورت بايد وکړي.

Langlaufen in Buchenberg
انځور: Alexander Rochau/public domain

سړی کولی شي دا ديرش دقيقي تقسيم کړي او لس دقیقي سهار، لس دقيقي غرمه او نورې لس دقيقې بيا ماښام سپورت وکړي.

په کور کې هم د سپورت ډېر امکانات شته. سړی کولی شي د کور يا اپارتمان پر زينو ښکته او پورته شي. پر يوه ځای په ولاړه جوګنګ يا منډه او داسې نور جسماني حرکتونه وکړي.

له نورو سره د زړه خواله کول

په دې بحراني وخت کې دوستان تر هر بل وخت ډير مهم دي. ټولنیزې اړيکي د انسان پر روغتيا ثابتې شوې اغیزې لري او همدومره مهمي دي لکه صحي خواړه، حرکت او خوب.

Symbolbild Home Office | Arbeit in Zeiten von Corona
انځور: picture-alliance/PantherMedia/D. Cervo

دا چې اوس د ټولنيز ليرې والي لارښوونه کيږي نو سړی کولی شي د ځيرکو تليفونو د بېلا بېلو اپليکیشنونو له لارې لکه، زووم، واتس اپ، سکايپ او داسې نورو لارو له خپلو دوستانو او کورنۍ له غړیو سره تماس ټینګ کړي. همدا راز د همدې لارو يوځای رسمونه او نور داسې خلاقي کارونه ترسره کړي.

د ځان آرامول

ټولنیز ليرې والي کيدای شي يو مهم فرصت وي چې سړی د باندې نړۍ يو څه هیره کړي او د خبرونو څخه دمه وکړي. له دې وجې چې تاسې یې اوس پر ځان لورولی شئ.

Herbst Wetter Wind Natur Symbolbild
انځور: Patrizia Tilly - Fotolia

فکر وکړئ چې هغه کوم کارونه دي چې تاسې تل غوښتل ویې کړئ خو د کولو فرصت او وخت مو نه درلود. په باغ کې کار، پخلی، لاسي کارونه، يعني ګلدوزي، خياطي، رسمول او د کتاب لوستل هغه کارونه دي چې سړی پرې ځان ډېر ښه مصروفولی شي.

که چيرې تاسې اوس نه پوهيږئ چې دا وخت څرنګه تیر کړئ نو د روغتيا نړيوال سازمان په دې اړه يوه مشوره لري: ټولو هغو اقداماتو ته مخه کړئ او هغه وړتياوې پر لار واچوئ چې مخکې یې هم له تاسو سره پر ستونزمنو حالاتو په کنترول کې مرسته کړې ده.