کابل د قبایلي سندرغاړو میلمه پالنه کوي | افغانستان | DW | 30.10.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

کابل د قبایلي سندرغاړو میلمه پالنه کوي

د خیبر پښتونخواه ښځینه سندرغاړې چې یومهال یې په خپل ټاټوبي کې په ډاډه زړه سندري ویلي اوس د بنسټ پالو له ویرې په نورو سیمو کې خپل مینه وال لټوي.

default

ډیری دغه سندرغاړې ننګرهار او کابل د خپل هنر د خرڅلاو لپاره غوره بولي او همدا لامل دی چې یو شمیر یې په جلال آباد او ځيني یې په کابل کې میشته شوي دي.

کابل که څه هم له ځانه په سلګونو تنه سندرغاړې لري خو بیا هم دغلته یوه سندره هم نسته چې خپل خاص مینه وال و نه لري. د سیمې خلګ وایې پاکستاني طالبانو د دغو ښځینه سندرغاړو کاروبار ته د پای ټکی کیښود نو ځکه یې خپل ټاټوبی بدل کړ.

له خیبر پښتونخواه څخه را رسیدلي رپوټونه کاږي چې له تیر یوه کال راهیسي په صوات او باجوړ کې یو شمیر ښځینه سندرغاړې او نڅاګري د وسله والوطالبانو له لوري په مرموز ډول له کورونو څخه وایستل سوي او بیا وژل سوي دي.

ښایې د هغوې د وژنې اصلي بهانه همدا د سندرو ویل وي. په دغه ډله کې یوه هم ایمن اوداس وه چې په مړینه یې ډیر زړونه ورژیدل.

ایمن اوداس د خیبر پښتونخواه د تکړه سندرغاړو له ډلي څخه وه چې د پاکستانیو رسنیو په حواله طالبانو د خپل ورور په لاس ووژله او د هغې جادويي آواز ته یې د تل لپاره د پای ټکی کیښود.

اوس د قبایلي سندرغاړو په کتار کې د غزالې جاوید نوم د هر چا په ژبه دی، هان دلته په کابل کې هم . جاوید چې دنګه ونه او په غوښو پټه پیغله ده په ډیره لږه موده کې توانیدلي چې شهرت یې د افغانستان او پاکستان پولې ماتې کړي . هغه اوس په کابل کې د خپل آواز او صورت مینه وال مومي. دا هم وایې له صوات څخه د ناخوالو له کبله تیښتي ته اړ سوي ده.

یوازي غزاله جاوید نه ده چې کابل کې موندل کیږي بلکې یو شمیرنوري قبایلي ښځینه سندرغاړې هم د کابل په یوه او بل ځای کې په سندریزو محفلونو کې لیدل کیږي لکه مسرت مومند.

Verschleierte afghanische Frau in Pakistan

پیغله مومند چې په مټ کې دخپل عمر په شلم پسرلي کې مزل وهي وایې:

«غزالې په واقیعت کې د پښتو سندرغاړو لویه تشه ډکه کړي ده، زه هم له موسیقۍ او ټنګ ټکور سره مینه لرم، او همدا لامل دی چې په ډیرو سختو شرایطو کې مې له خپل هنرڅخه لاس وانخیست، د تندلارو د ګواښونو اود کورنۍ له سختګیرۍ سره سره مې د موسیقۍ لاره خپله کړه او سندر ویل مې غوره وبلل، زما آرمان دا دی چې خپل ټنګ ټکور معیاري کړم او له همدې لارې خپله کورنۍ څخه ملاتړ وکړم».

مسرت مومند اوس په کابل کې په یوه داسي هوټل کې اوسیږي چې نه غواړي خلګ پرې خبر سي خو د دې لیواله ده چې ډیرخلګ یې وپیژني.

هغې دوچې ویلې ته وویل چې دا له څومیاشتوراهیسي له صوات څخه را تښتیدلي ده، کله دلته او کله هلته وي. هغې به په لومړي سر کې د صوات د سیاحتي سیمې په کوچنیو هوټلونو کې په ستیج سندرې ویلي اود سیلانیانو زړونه به یې خوشهاله ساتل خو وروسته وروسته چې خلکو وپیژنده نو د ودونومحفلونو کې به یې سندري ویلي .

اوس هغه په کابل کې ده او په ځینو ودونو کې سندري وایې. غزاله جاودید او مسرت هغه نوې سندرغاړې دي چې اوس یې وخت ناوخت سندرې په سیمیزو افغانی ټلویزیوني چینلونو کې خپریږي.

اوس ثابته سوي چې د خیبر پښتونخواه سوات یوازنۍ هغه سیمه ده چې د دغه ایالت ترنیمایي زیات سندرغاړې، ناڅاګرې او بدلبولي له همدې ځای څخه دي.

کله چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور شو نو په بیړي سره په ډیر کم وخت کې د پخوانیو سندرغاړو تر څنګ په لسګونو نوې څيرې هم د ټنګ ټکور ډګر ته را ننوتي.

خو اوس چې د خیبر پښتونخواه ښځینه سندرغاړې په افغانستان کې د شهرت د موندلو په حال کې دي دا پخوانیو افغانو سندرغاړو ته ډیره ګرانه ده چې له هغوي سره سیالي وکړي.

د بیلګې په توګه نازیه اقبال او غزاله جاوید دوه هغه پاکستانۍ سندرغاړې دي چې په ډیره لږه موده کې یې په افغانستان کې په زرګونو مینه وال موندلي او دا د خوښۍ د یوه محفل خاوند ته ګرانه ده چې په ډیره اسانۍ هغوي ومومي اوهغوي ته په خپلو مراسمو کې د سندرو د ویلو بلنه ورکړي.

د مګړۍ په کابل کې د غزالې جاوید او مسرت په څير د یو شمیر قبایلي سندرغاړو د یوې نندارې بیه تر ۴۰۰۰ امریکایې دالرو پوري رسیږي .

په داسي حال کې چې د افغانستان د محلي سندرغاړو د یوې نندارې بیه یوازي تر څو سوو ډالرو پوري محدوده ده .

د نازیې اقبال، مسرت او غزالې جاوید لپاره د شهرت کانال تر هر څه ډیر سیمیزو راډیوو او ټلویزیوني چینلونو پرانیست او هغوي یې د افغانستان په دننه کې هم په ټولو وپیژندې په خاصه توګه په پښتنو باندي.

د پاکستان په سوات کې هغه مهال د پښتنو ښځینه سندرغاړو د پرمختګونو پر وړاندې لوی خنډ جوړ شو چې د شبانې په نامه یوه سیمیزه سندرغاړې او ډانسره د بنسټ پالو له لوري ووژل شوه اومړی یې د سلاخي په میدان کې نندارې ته کیښودل شو هغه میدان چې اوس د شهید فاروق په دګر باندي پیژندل کیږي. له دې پیښې وروسته هم ډیرو سندرغاړو صوات پریښود .

ډیری افغانان خپل ملک ته د پاکستاني سندرغاړو په راتګ خوشهاله دي او د هغوي تود هرکلی کوي. هغوې په دې اند دي چې سندرغاړي د ټولني هغه بي ګناه برخه ده چې یوازي د خلکو زړونو ته قوت ور بښي او بس.

راپور: ميرويس جلالزی/کابل

کتونکی: احمدولي اڅکزی