کابل او مسکو: پر ګډو همکاريوو سره و ږغېدل | آلمان او نړۍ | DW | 04.11.2010
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

کابل او مسکو: پر ګډو همکاريوو سره و ږغېدل

د روسيې جمهورريس ديميتري ميدويدف د افغان ولسمشر حامد کرزي سره په يوه تليفوني تماس کي د نشه موادو په وړاندي د سختي مبارزې په اړه خبري کړي.

د روسيې جمهور رئيس ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزی

د روسيې جمهور رئيس ديميتري ميدويدف او افغان ولسمشر حامد کرزی

د کريملين مطبوعاتي دفتر وايي چي دواړو مشرانو د نشه يي موادو په وړاندي مبارزې او اقتصادي همکاريو په اړه اوږدې خبري وکړې.

دغه راز په دې خبرو کي پر هغه موضوع يوار بيا بحث سوی چي په دې وروستيو کي د افغانستان، امريکا او روسيې په ګډو عملياتو کي د افغانستان په ختيځ کي د نشه يي موادو د توليد کارخانې د منځه وړل سوي.

وروسته تر هغه چي دغه عمليات ترسره سول ولسمشر کرزي سخت غبرګون وښودی او دا يې د افغانستان پر ملي واکمنۍ تيری وبلی.

کريملين ليکي چي دواړو مشرانو پدې برخه کي د لا زياتي همکاريو ټنګار کړی دي او زياتوي چي د نشه موادو په اړه به سخت ګامونه پورته کړي.

کرزي او ميدويدف د روسيې د سوچي د ښار د دواړو هيوادونو تر منځ د همکاريو د پراختيا د تړونو په اړه چي د روان کال د اګست په مياشت کي سوي وي د پراخېدو په اړه خبري وکړې.

کريملين وايي چي افغان ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کي د شته و ستونزو او په مجموع کي په سيمه کي د روسيې رول اړين وبلی او د روسيې سره يې د همکاريو د پراختيا خبري وکړې.

کريملين ليکي چي د تليفوني خبرو غوښتنه د افغانستان له خوا سوې وه.

دا په داسي حال کي چي د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن په مسکو کي د روسيې سره د افغانستان په اړه د اړيکو په پراختيا خبري کولې.

هغه په مسکو کي ويلي دي چي روسيه او ناټو کولای سي افغانستان ته د روسۍ څرخي الوتکو د لېږلو لپاره يو مشترک مالي پروګرام جوړ کړو.

د راسموسن په خبره ددې مالي پروګرام څخه چي کېدای سي د روسيې او ناټو فنډ وي د افغان ملي اردو د څرخي الوتکو د اضافي پرزو او تعلیم تربيې او داسي نورو برخو کي کار واخستل سي.

انترفکس/ نجيب الله زيارمل

کتونکی: عبدالباري حکيم

اړوند مطالب