ژورنالسته قمره اڅکزۍ وکيلي په حق ورسېده | کلتور او هنر | DW | 10.11.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

کلتور او هنر

ژورنالسته قمره اڅکزۍ وکيلي په حق ورسېده

د افغانستان د کندهار ولايت سره تړاو لرونکې د بشري او مېرمنو د حقونو فعاله او ژورنالسته قمره اڅکزۍ وکيلي په آلمان کي د ۷۱ کلنۍ په عمر وفات سوه.

د قمرې اڅکزۍ وکيلي کورنۍ د يکشنبې په ورځ رسنيو ته وويل چي مېرمنې وکيلي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د نوامبر ۸مه نېټه) د آلمان د کسل ښار په يو روغتون کي د ورپيښي ناروغۍ له کبله له دې نړۍ سره مخه ښه وکړه.

قمره وکيلي په ۱۹۴۸ ميلادي کال د کندهار ښار د دهخواجې په سیمه کي د غلام دستګير خان اڅکزي په کور کي زيږېدلې، لومړنۍ زده کړي يې د کندهار په زرغونه انا ليسه کي او لوړي زده کړي يې په کابل پوهنتون د ښووني او روزني په پوهنځي کي بشپړه کړي وې. هغه پر خپل وخت په کندهار کي یوه له لومړيو نجونو څخه وه چي د لوړو زدکړو له پاره کابل ته ولاړه.

Afghanistan Kinderbuch von Qamara Achakzai Wakili. (Privat)

د ماشومانو له پاره د کيسو کتاب

آغلې وکيلي د کندهار د زرغونې انا په ليسه کي دوه کاله د سرښوونکي په توګه دنده ترسره کړه. وروسته يې د هغه وخت په اطلاعاتو او کلتور مديريت کي د طلوع افغان ورځپاڼي د مسلکي مرستیالي په توګه دنده درلوده. هغې د طلوع افغان ورځپاڼي لپاره د ښځو د حقونو، د بيان ازادۍ او ټولنيزو مسايلو اړوند مقالې هم ليکلې. د دغې ليکوالې ليکنې په هم مهاله توګه د طلوع افغان څخه علاوه په انیس او اصلاح ورځپاڼو کي هم چاپېدلې.

قمرې اڅکزۍ وکيلي په کندهار کي د مېرمنو د ټولنې مشري په غاړه درلوده. هغې په ۱۹۷۴ د افغان ليکوال محمد سرور وکيلي سره واده وکړ. په افغانستان کي د حالاتو د خرابېدو سره سم يې کورنۍ په ۱۹۸۱ ميلادي کال کي لومړی پاکستان او وروسته په ۱۹۸۲ کال کي جرمني ته مهاجره سوه.

کله چي په افغانستان کي د طالبانو واکمني پای ته ورسېده او د حامد کرزي په دوره کي نوی حکومت ایجاد سو نو آغلې وکيلي افغانستان ته ستنه سوه او هلته يې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مرستیالي په توګه درې کاله دنده تر سره کړه.

د رسمي دندې تر څنګ او بيا وروسته هم مېرمنې وکيلي د ژوند تر اخرنيو ورځو شپو پوري د افغانستان د مشهورو ورځپانو لپاره علمي مقالې لیکلې. هغې په آلمان کي د ځانګړې کلتوري ټولنې د کار په چوکاټ کي د افغان مېرمنو د ژوند د بهتره کولو په خاطر هڅي کړي او هم يې د کوچنيانو لپاره د الماني ژبي څخه پښتو ته کتابونه ژباړلي دي.

ا.ا./ش.ر.ن

اعلان