چين د ايران د اتومي لانجې په هوارولو کې د روغې جوړې پلوي کوي | آلمان او نړۍ | DW | 06.03.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

چين د ايران د اتومي لانجې په هوارولو کې د روغې جوړې پلوي کوي

چين په ايران باندې د بنديزونو د سختېدو له امله د امنيت په شورا باندې غږ کړی دی چې د روغې جوړې لاره دې غوره کړي. د چين د بهرنيو چارو وزير لي ژاوشينگ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل چې ايران بايد د اتوم د انرژۍ له نړيوالې ټولنې سره گډ کار وکړي

د ايران پخوانی ولسمشر او د چين د بهرنيو چارو اوسنی وزير (عکس: آرشيف)

د ايران پخوانی ولسمشر او د چين د بهرنيو چارو اوسنی وزير (عکس: آرشيف)

او د ملگرو ملتونو د امنيت شورا بايد د شخړې هوارولو په موخه يوه ديپلوماتيکه حللاره ولټوي. د امنيت شورا دا مهال د بنديزونو د لا زياتولو په يوه پرېکړه ليک باندې کار کوي. د اتوم د نړيوالې ادارې مشر محمد البرادي پرون په ايران باندې د همکارۍ او شفافيت د نه مراعاتولو تور لگولی و.

اړوند مطالب