ځوانې افغانې د طالبانو له راتگه ويره لري | آلمان او نړۍ | DW | 26.08.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

ځوانې افغانې د طالبانو له راتگه ويره لري

په افغانستان کې ځوانې نجونې تر ټولو زيات ځوريدلی قشر ياديږي. خو دوی په تيرو کلونو کي ډير څه ترلاسه کړي او اوس ويره لري چې د طالبانو په راتلو سره بيا هرڅه لاسه ور نه کړي.

په کابل کې د يوه تلويزيون په مقر کې دوې ژېړ چادرۍ ځوړندي دي چې اوس یې هم په کابل کې ځینې ښځې پر سروي. د «زن» تلويزيون د ځوانو ښځينه کارکوونکو له پاره دا د طالبانو د دورې چې کمې ځوانې نجونې یې په ياد لري، پاته شوي او يادرگار دی.

خو دا ځوان قشر د طالبانو له راتگه ويره لري او غواړي چې له طالبانو سره په لوړه کچه په ترسره کيدونکو خبرو کې یې غږ واوريدل شي څو د خپل هېواد راتلونکی خپله تعين کړي.

د زن تلویزيون ۲۵ کلنه مشره شگفته صديقي چې باور لري د طالبانو ډله به ډېر اغیز ونه لري، ځکه هغوی اوس د يوه نوي نسل سره مخامخ دي، وايي: «د ځان په اړه دومره ويلی شم چې طالبانو ته به تسليم نه شم.»

د افغانستان کابو دوه په درېيمه برخه نفوس ۲۵ کاله او يا تر دې هم لږ سن لري او ځينو ته د ۲۰۰۱م کال څخه د مخه دوره کمه او يا هیڅ هم په ياد نه ده. يعني هغه وخت چې د امريکا په مشرتوب امریکايي ځواکونو د طالبانو حکومت ړنگ کړ.

اوس د افغانستان دا ځوانه طبقه ويني چې د امريکا متحده ايالاتو استازی زلمي خليلزاد له طالبانو سره د امريکايي عسکرو د وتلو پر سره خبرې کوي چې په بدل کې به یې طالبان له ترهگرو ډلو سره د اړيکو پرې کولو او نه ملاتړ تضمین کوي.

خبرې اترې چې زياتره پر امنيت متمرکزې دي، د نور څه په اړه پکښې کوم تضمين نه شته. يوازې ډېر کم پر دې پوهيږي چې طالبان څه  فکر لري او دا چې د نړيوالو ځواکونو تر وتلو وروسته به چې د نړۍ توجو کمه شي، هغوی څه وکړي.

د زن تلویزيون چې يو دري ژبی چينل دی، د موسيقۍ د برخې وړاندې کوونکې ۲۳ کلنې کرشمه ناز له پاره د اطمنان نشتوالی د انديښنې وړ دی. هغه شک لري چې گني د طالبانو نظر دې بدل شوی وي او د طالبانو له راتگ سره د «تورو ورځو» په اړه دوه انتخابونه تصور کوي: هغه به په زور پر کور کښينول شي او یا به هېواد پريږدي، هغه يو انتخاب چې د ډېرو ځوانو نجونو په وس پوره نه دی.

Mariam Durani (DW/M.-I. Spesalai)

ځوانې نجونې د طالبانو په رانگ سره د تیرو کالونو د لاسته راړونو د لاسه ورکولو ویره لري

کرشمه ناز په داسې حال کې چې د خپل کار د لاسه ورکولو انديښنه لري، پوښتنه کوي: «ولې هلته (د طالبانو سره په مذاکراتو کې) ښځې نه شته چې زموږ استازيتوب او دفاع وکړي؟»

د کرشمه ناز نسل وليدل چې افغانو ښځو د لویې څارنوالۍ مشري وکړه، په کوڅو کې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړ او د «افغان ستوري» په نوم د موسیقۍ د خپرونې لومړۍ ښځينه گټونکې شوې. په دې موده کې ځوانې افغانې نجونې په دې وتوانیدلې چې د ښځو ارکيسترا ولري او په اولمپيک لوبو کې گډون وکړي او داسې نور بې شميره مثالونه زموږ په مخ کې دي.

خو د طالبانو تر کنترول لاندې سيمو کې د ښځو له پاره په دې موده کې هم ډېر تغير نه وو راغلی، که څه هم چې هغوی ويل چې نجونې کولی شي زده کړې وکړي او په سياست او قضايي برخه کې هم کار کولی شي خو ولسمشره او يا لويه څارنواله کيدلی نه شي.

د پراختيا يوه خارجي انیستيتويت د تېر کال په خپل رپوټ کې چې په ترڅ کې یې د هېواد له ۳۴ څخه په اووه ولایتونو کې تر۱۶۰ زياتو طالب جنگيالو، چارواکو او ملکيانو سره مرکې ترسره شوې وې، ويل شوي: «په څېړنه کې په هغو سيمو کې چې د طالبانو نفوذ پکښې ډېر پياوړی دی، د نجونو يو پرانيستی منځنی ښونځی نه دی موندل شوی.»

يوه له هغو افغان ښځو څخه چې له طالب مشرانو سر یې سږ کال په مسکو او قطر کې د افغانونو په استازيتوب کتلي، د پارلمان پخوانۍ غړې فوزيه کوفي ده. د طالبانو استازو هغې ته ويلی چې دوی پر ډېرو هغه کړنو چې په دوره کې یې له ښځو سره شوي، پښيمانه دي. هغوی ويلي چې ښځې یې هغه وخت ځکه پر کور کينولی وی چې امنيت ښه نه وو. خو کوفي په دې خبرو باور نه لري.

هغه وايي چې طالبانو اوس هم د ښځو حقونو څخه چې د نړيوال قوانينو له مخې ښځو ته ورکړل شوي، ملاتړ نه کوي. په مسکو کې د طالبانو له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ول چې دغه ډله د اسلام او «افغاني کلتور» په چوکاټ کې ښځو ته ورکړل شوي حقونه مني.

فوزيه کوفي پر دې نيوکه کوي او وايي: «زما په آند د افغانستان نوی نسل به د ښځو د حقونو په برخه کې د طالبانو نظر قبول نه کړي.»

BS/NZ (AP)

اعلان