موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
له بهر څخه استول کیدونکې پيسې د پرمختګ پر لور هیوادونو په اقتصاد کې کلیدي رول لوبوي. د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې په بهرنیو هیوادونو کې میشتو کسانو خپلو هیوادونو ته تر ۷۰۰ میلیارده ډیرې پيسې استولي دي.
سږ کال هندوستان لومړی مقام ترلاسه کړی دی. سږ کال ۸۲ میلیارده ډالره له بهرنیو هیوادونو څخه هند ته استول شوي دي. دغه پيسې د هند د GDP یا مجموعي ناخالص داخلي تولید ۲،۸ سلنه برخه تشکيلوي.
د روان کال په لوموړیو لسو میاشتو کې چين ته له بهرنیو هیوادونو څخه ۷۰،۲ میلیارده ډالره استول شوي دي. سږ کال هم په نورو هیوادونو کې د استوګنو چينایانو له خوا استول شوي پيسې په مستقيم ډول له بهرنۍ پانګونې څخه زیاتې وې. دا پيسې د چين د داخلي ناخالص تولید ۰،۲ سلنه برخه تشکيلوي.
په بهرنیو هیوادونو میشتو مکسیکویانو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۸،۷ میلیارده ډالره استولي دي. د نړیوال بانک د شمیرو له مخې په ټول ۲۰۱۸م کال کې مکسیکویي اتباعو ۳۵،۶ میلیارده ډالره خپل هیواد ته استولي وو.
فليپينیانو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۳۵ میلیارده ډالره خپل هیواد ته استولي دي. دا د دغه هیواد د مجموعي ناخالص داخلي تولید ۹،۸ سلنې برخې سره برابره ده.
د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې په بهرنیو هیوادونو کې میشتو مصري اتباعو خپل هیواد ته ۲۶،۴ میلیارده ډالره استولي دي، چې دا د مصر د GDP نږدې ۹ سلنه کیږي.
سږ کال افریقایي هیواد نایجیریا ته ۲۵،۴ میلیارده ډالره استول شوي دي چې ډیره برخه یي نایجيریایي مهاجرو استولې ده. له بهرنیو هیوادونو څخه استول شوي دغه پيسې د هیواد د مجموعي ناخالص داخلي تولید ۵،۷ سلنه کیږي.
په بهرنیو هیوادونو کې میشتو فرانسوي اتباعو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲۵،۲ میلیارده ډالره خپل هیواد ته استولي دي. دا د فرانسې د مجموعي ناخالص داخلي تولید ۰،۹ سلنې سره برابره ده.
په بهرنیو هیوادونو کې میشتو پاکستاني اتباعو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۲۱،۹ میلیارده ډالره خپل هیواد ته استولي دي. دا په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۸م کال کې پاکستاني اتباعو خپل هیواد ته ۲۱ میلیارده ډالره استولي وې. دا د پاکستان د مجموعي ناخالص داخلي تولید له ۷،۹ سلنې سره برابره ده.
په بهرنیو هیوادونو کې میشتو بنګله دیشیانو د روان کال په لومړیو لسو میاشتو کې ۱۷،۵ میلیارده ډالره خپل هیواد ته استولي دي. دا رقم په ۲۰۱۸ م کال کې ۱۵،۶ میلیارده ډالره وو.
سږ کال په لسم نمبر کې آلمان دی. په نورو هیوادونو کې میشتو آلماني اتباعو ۱۶،۸ میلیارده ډالره آلمان ته استولي دي. دا د دغه هیواد د GDP یا ناخالص داخلي تولید ۰،۴ سلنه برخه تشکيلوي.
د مالي اقدام ډلې ویلي چې پاکستان به د راتلونکي کال تر فبرورۍ پورې د ترهګرو د ملاتړ په خړ لست کې او په دې توګه تور لست ته کانديد پاتي شي. پاکستان ته همدا راز خبرداری ورکړل شوی چې اقدامات ونه کړي ښايي تور لست ته داخل شي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د دې هیواد پوځ په یوه بې ساري اقدام کې منلې ده چې د یوه کال له پاره خپله بودجه کمه کړي، څو د پاکستان «د اندیښنې وړ مالي وضعیت» سره مرسته وشي.
د تهران او واشنګټن تر منځ ترینګلتیا د بندیزونو له پراخیدو سره، ډیره شوې ده. امریکا د افغانستان تر ټولو لوی ستراتیژیک ملګري او ایران یې ګاونډی دی. د دواړو هیوادونو تر منځ روانې شخړې پر افغانستان څه اغیزې لري؟
د سعودي عربستان د حکومت له لوري د ځینو پاکستاني ډاکټرانو له دندې د لیرې کولو خبرونه په پاکستان کې ځینې حلقې په اندیښنه کې اچولي. انتقاد کوونکي پر دغه پریکړه نیوکه کوي او له حکومته غواړي دې موضوع ته ژر توجه وکړي.