«په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه» | افغانستان | DW | 15.07.2020
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

«په کونړ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه»

د کونړ چارواکي وايي، نن له غرمې وروسته شاوخوا دوې بجې پاکستاني ځواکونو د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې پر حکومتي پوستو بریدونه کړي.

Afghanistan Kämpfe gegen IS und Flucht von Zivilisten (DW/Omid Deedar)

آرشیف انځور

د کونړ د پولیسو ویاند فرید دهقان دویچه وله ته وویل، دا بریدونه د سرکاڼو ولسوالۍ په نواپاس کنډو، ناوې سیمې او دغه راز د مرورې ولسوالۍ غاښي کنډو پوستو باندې روان دي.

هغه وايي، پاکستانۍ غاړې په لویو توپونو د سرحدي ځواکونو پوستې ويشتلي، چې تر اوسه یې له امله د اوښتې مرګ، ژوبلې مالومات نه شته. فرید دهقان وايي، حکومت هم د پاکستان تر ډزو وروسته بالمثل عمل کړی دی. هغه وايي، له دغو مرمیو یې درې د کونړ په مرکز اسداباد کې هم لګېدلي دي.

ورته مهال، د کونړ د والي ویاند غني مصمم وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شویو مرمیو کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه ژوبل دي.

دی وايي، د پاکستاني ځواکونو له لوري توغول شوې مرمۍ مرکز اسداباد کې لګېدلي دي؛ خو جګړه اوس درېدلې ده.

د کونړ د مرکزي روغتون رییس ډاکټر عطاالله ساپی وايي، روغتون ته د یوه وژل شوي کس جسد او درې ټپيان وروړل شوي، چې ټپیانو کې دوه ماشومان دي.

هغه وايي، دا کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي، چې پر کور یې مرمۍ لګېدلې وه.

د کونړ ولایتي شورا غړی محمد ساپی وايي د پاکستاني ځواکونو په ډزو یو افغان سرحدي پولیس وژل شوی دی؛ خو مقابل لوري ته د مرګ، ژوبلې مالومات نه لري.

د سرکاڼو ولسوالۍ قومي مشر، ملک خان باچا دویچه وله ته وویل، شاوخوا دوې بجې پاکستاني ځواکونو د دې ولسوالۍ په ناوه پاس کنډو او ناوې سیمو کې پر حکومتي پوستو د درنو وسلو بریدونه کړي، چې وروسته د دواړو لوریو تر منځ نښته پیل شوې ده.

دی وايي، تر لېرې سیمو د پاکستان له لوري راویشتل کېدونکي توپونه لګېږي؛ خو تر اوسه یې د مرګ، ژوبلې په اړه مالومات نه لري.

پاکستانۍ غاړې تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی ورکړی.

دا په داسي حال کي ده چې روانه اوونۍ پاکستاني پوځیانو د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ څڅوبي کې یوه دروزاه جوړه کړې، چې د ولسي وګړیو غبرګونونه یې پارولي دي.

د سرحدي ځواکونو چارواکي هم مني چې د درو بابا په څڅوبي سیمه کې پاکستاني ځواکونو تازه دروازه جوړه کړې ده.

په ورته مهال جمهوري ریاست پر ډیورند کرښه د پاکستان له لوري د نوې دروازې پر جوړیدو غبرګون ښودلی.

د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صديقي تیره ورځ په یو خبري ناسته کې د دور بابا په څڅوبي کې د پاکستان له خوا پر دروازې خبرې وکړې او وویل چې په ډيورنډ کرښه ورته سرغړاوی د منلو نه دی: »حکومت هیڅ وخت غلی نه دی پاتې شوی پر ډیورند کرښه دواړو لور ته ورته د پاکستاني ځواکونو له لوري د تاسیساتو جوړیدل هیڅ د منلو وړ نه دي.«

څڅوبی د ننګرهار ولایت دوربابا ولسوالۍ کې هغه غرنۍ سیمه ده، چې ډېر کله ترې ولسي وګړي د یوې جلا او فرعي لارې په توګه کار اخلي.

اعلان