په کندز کې درنې چاودنې پوليسو ته د سر زيان اړولی دی | افغانستان | DW | 16.04.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په کندز کې درنې چاودنې پوليسو ته د سر زيان اړولی دی

د افغانستان په شمال کې يوه ځانوژونکي د پوليسو د روزنې په يو ځای کې ځانمرگی بريد کړی دی چې نهو تنو پوليسو ته په کې د سر زيان اوښتی دی.

وسله والو طالبانو په پوليسو باندې د دې بريد پړه په غاړه اخېستې ده

وسله والو طالبانو په پوليسو باندې د دې بريد پړه په غاړه اخېستې ده

چارواکو زياته کړه چې د کندز په زړه کې د بريد په پايله کې 25 تنه نور ټپيان شوي دي. وسله والو طالبانو د دې بريد پړه په غاړه اخېستې ده. د افغانستان په شمال کې تر اوسه پورې ډېر لږ دغه ډول بريدونه تر سره شوي وو.

اړوند مطالب