1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کالیفورنیا کې اور لګیدنې لږ تر لږه پنځه تنه وژلي

۱۳۹۷ مرداد ۷, یکشنبه

د کالیفورنیا په ځنګلونو کې پراخې اورلګیدنې تر اوسه پورې لږ تر لږه پنځه تنه وژلي. تر ۷ زرو ډیر د اطفایې کارکونکي د اور وژنې په عملیاتو کې برخه لري. کارپوهان د شدیدو بادونو له امله راتلوکي کې د اور د پراخیدو خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/32FzB
USA Kalifornien - schwere Waldbrände
انځور: Reuters/Social Media

د امریکا متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې د دوشنبې ورځې(د جولای میاشتې ۲۶) راهیسې اور لګیدنه پیل شوې چې د سیمې یوه لویه برخه یې رانغاړلې ده. په هم هغه لومړۍ ورځ د اطفایې دوو تنو کارکونکو د اور وژنې د عملیاتو پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړې وو. په دغه پیښه کې د خپلې مور او نیا په ګډون دوو ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

لږ تر لږه د ۱۷ لادرکه شویو کسانو پسې لټون روان دی. چارواکو د ردینګ او شستا سیمو له ۳۷ زره اوسیدونکو نه له خپلو کورونو څخه د وتلو غوښتنه کړې. د امریکا په لویدیځ کې د اور لمبو لږ تر لږه ۵۰۰ کورونه په ایرو بدل کړي دي. ۱۷ هلیکوپترونو هم د اوروژنې په دغو عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

د اور وژنې ډلې مشر کن پيملوت، د شدیدو بادونو په وسیله د اور د لمنې له پراخیدو څخه خبرداری ورکړی دی. وچې هوا او د حرارت درجې لوړوالي هم د او وژونې عملیات ستونزمن کړي دي. ویل کیږي چې دغه اور لګیدنه به په راتلونکي اونۍ کې لا زیات پراخ او د سیمې ډيرو نورو برخو ته هم وغځیږي.