1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په کابل کې پوځي اکاډمي ته پر څیرمه پوستې برید شوی

۱۳۹۶ بهمن ۹, دوشنبه

د دفاع وزارت د چارواکو په وینا لږ تر لږه پنځو یاغیانو په کابل کې د پوځي اکاډمۍ تر څنګ پوستې باندې برید کړی دی چې په پایله کې يي یوولس عسکر وژل شوي او نور ۱۶ ټپیان دي. د برید پړه ترهګرې ډلې داعش پر غاړه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/2rgMT
Afghanistan Angriff auf Militärbasis in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

دا په کابل کې په روانه میلادي میاشت کې د طالبانو او داعش له لوري د ترسره شوو خونړیو بریدونو په ترڅ کې تازه پیښه ده. د تیرو څو ورځو بریدونو په کابل کې سلهاو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

اوس د برید په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر یوولسو او د ټپیانو بیا ۱۶ ته لوړ شوی دی. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري ویلي دي چې ټول قربانیان د افغانستان د ملي اردو سره تړاو نیسي.

تر دې د مخه دولت وزیري، ویلي وو چې پنځه عسکر وژل شوي دي او لس نور ټپیان دي. د اسلامي دولت ترهګرې ډلې یا داعش د خپل خبري آژانس «اعماق» په واسطه د دغه برید مسوولیت منلی دی.

دولت وزیري د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چې د افغانستان د اردو یو کنډک د دوشنبې په سهار تر برید لاندې راغلی. دولت وزیري په خپلو خبرو کې ویلي دي: «دوو برید کوونکو په خپله ځانونو ته چاودنه ورکړې او دوه نور زموږ د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوي او یو تن ژوندی نیول شوی. جګړه ختمه شوې خو له بده مرغه پنځه تنه مړي، او لس ټپیان لرو.»

وزیري په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو ته یو راکټ، دوه کلاشینکوفونه او یو ځانمرګی واسکټ په لاس ورغلي دي. د چارواکو په خبره دغه پيښه د مارشال فهیم پوځي اکاډمۍ ته څیرمه د اردو پر پوستې رامنځ ته شوی دی، چې د برید احتمالي هدف ګڼل کیږي. په اکاډمۍ کې یو افسر نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې دوی د یوې چاودنې او ډزو غږ اوریدلي دي.  یوې افغان امنیتي سرچینې د نوم د نه ښوولو په شرط نوموړي خبري آژانس ته ویلي دي چې برید کوونکي پر دې نه دي توانیدلي چې ودانۍ ته ننوځي.

عیني شاهدانو فرانس پرس، ته ویلي دي چې سهار مهال شا او خوا پر پنځو بجو یې د څو چاودونو او ډزو غږونه اوریدلي دي. تر هغې وروسته امنیتي ځواکونه د پيښې ځای ته ورسیدل او دغه ځای ته تلونکي لارې یې وتړلي.

په اکتوبر میاشت کې د طالبانو یوه ځانمرګي برید د دغې اکاډمۍ ۱۵ روزونکي هغه مهال ووژل چې له پوهنتون څخه د کور پر لور روان ول.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو او داعش په شمول یاغیانو په وروستیو میاشتوې کې پر افغان امنیتي ځواکونو باندې بریدونو ته زور ورته کړی دی. پر دې سربیره پلازمېنه کابل په تیرو څو ورځو کې د دوو سختو بریدونو شاهد وو.

زموږ له آرشیف څخه: