په چیلي کې محصلینو په سختو مظاهرو لاس پورې کړی دئ | دويچه ويله پښتو | DW | 09.08.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په چیلي کې محصلینو په سختو مظاهرو لاس پورې کړی دئ

د چیلي پولیسو په پایتخت سانتیاګو کې د هغو په زرهاوو محصلینو پر ضد اوښکي بهوونکي ګاز کارولی دئ چې په تحصیلي برخه کی ئې د اصلاحاتو د غوښتلو له پاره په مظاهرو لاس پورې کړی وو.

ویل کیږي چې دغو محصلینو اول ډیریو بسونو ته اور اچولی دئ او پولیس ئې پر ډبرو ویشتلي دي. د رسمي معلوماتو له مخې په دغه اخ وډب کې د امنیتي ځواکونو ۴۹ تنه غړي ټپیان شوي او ۷۵ تنه مظاهره کوونکي نیول سوي دي.

په چیلي کې محصلین د څه له پاسه یوه کال راهیسې د نورو تر څنګ د محصلینو له پاره د فیس د له منځه وړلو له پاره مظاهرې کوي. خو د دغه هیواد جمهور رئیس زبستیان پینیرې، بیا د تغیراتو راوستل په قاطع ډول ردوي.

اړوند مطالب