د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
له اوکراین څخه مخ په زیاتیدونکي ډول خلک په تښته کي دي. د ملگرو ملتو په حواله تر اوسه پوري ۲ میلیونه انسانان له دغه هیواد څخه تښتیدلي دي. له هغوی څخه ترنیمایی زیات ، چي شاوخوا یو اشاریه ۴ میلیونه کیږي ، یوازي پولند ته تللي دي. ډیری یې د اوکراین او پولنډ ترمنځ سرحد ته نیژدې کوچني ښار پشیمشل ته رسیدلي دي.