په پاکستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې لس شکمن ترهگر ووژل | دويچه ويله پښتو | DW | 24.05.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په پاکستان کې بیا بې پیلوټه الوتکې لس شکمن ترهگر ووژل

پر قبايلي سيمو باندې د امريکايي بې پيلوټه الوتکې د برید له کبله لږ تر لږه لس شکمن ترهگر وژل سوي دي. د پاکستان يوه استخباراتي مامور چي د نوم د نه بربنډیدو په شرط ئې خبرې کولې ویلي دي چې نن سهار د امريکايي بې پيلوټه الوتکو له خوا د شمالي وزيرستان د قبايلي سيمي پر يوه کور باندي لږ تر لږه دوه توغندي وتوغول سول. کور په بشپړه توگه نړیدلی دئ او ورته نزدې پروت یو مسجد هم تخريب سوی دئ.