په وزيريستان کې يو تن د جاسوسۍ په تور ووژل شو | آلمان او نړۍ | DW | 05.03.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په وزيريستان کې يو تن د جاسوسۍ په تور ووژل شو

مشکوکو طالبانو په پاکستان کې د امريکايانو يو شکمن جاسوس وژلی دی. د 35 کلن پاکستاني تبعه قيوم شامري مړی په شمالي وزيرستان کې د سړک غاړې ته د نوموړې سيمې د ادارې د يوه وياند د څرگندونو له مخې پيدا شو.

له مړي سره مل په يوه کاغذ باندې ليکل شوي وو«هر هغه څوک چې د امريکايانو دپاره جاسوسي کوي به داسې ورته سزا وويني»

له مړي سره مل په يوه کاغذ باندې ليکل شوي وو«هر هغه څوک چې د امريکايانو دپاره جاسوسي کوي به داسې ورته سزا وويني»

له مړي سره يو کاغذ هم وموندل شو په کوم باندې چې ليکل شوي وو هر هغه څوک چې د امريکايانو دپاره جاسوسي کوي به داسې ورته سزا وويني. توندلارو ډلو په شمالي او جنوبي وزيريستان کې په لسگونو وگړي په دې ډول وژلي دي. وژل شويو باندې تل دا تور لگول کېده چې گنې د پاکستان د مرکزي دولت او يا په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو ملاتړ کوي.
اعلان