1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په نړۍ کې مهاجرتونه ډېر شوي

۱۳۹۶ آذر ۲۷, دوشنبه

کوم مهاجرتونه چې د کار او امن ژوند لرلو په موخه کيږي، ساری يې تر دې مخ کې هيڅکله نه وو ليدل شوی. ډېر مهاجر اروپا ته د رسيدو په حال کې دي، خو تر دې ډير نور مهاجر بيا د نړۍ د نورو سيمو پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي.

https://p.dw.com/p/2pZY6
Mexiko Migranten
انځور: picture alliance/dpa/Str

په نړۍ کې زيات انسانان په دې موخه چې د ځان او کورنۍ له پاره يې يو ښه ژوند موندلی وي، د خپلو کورنو پريښودو په حال کې دي. ناامني، تاوتريخوالي او فقر هم هغه لاملونه ګڼل کيږي چې خلک يې تيښتو ته اړ کړي دي. د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کوي چې اوس په نړۍ کې شاوخوا ۲۴۴ ميليونه انسانان نور په خپلو اصلي ټاټوبو کې ژوند نه کوي.

دا د دې ښکارندوي کوي چې د۱۹۹۰م کال د ۱۵۳ ميليونه بي ځايه شویو انسانانو د ميزان پرتله، اوس د مهاجرتونو او بې ځایه کيدو لړۍ خورا ډيره چټکه شوې ده. داسې هم ويل کيږي چې دغه بهير په نژدې راتلونکې کې به نور هم کړندی شي.

د مهاجرت نړيوالې ادارې (آی او ام) له خوا يوه سروې چې د نړۍ په ۱۶۰هيوادونو کې شوې ده، ښيي چې په حاضر وخت کې شاوخوا ۲۳ ميليونه انسانانو ځانونه مهاجرتونو ته آماده کړي دي.

د مهاجرت اړوند بحثونو کې ځینې داسې يوه پراخ سوې تفاهم هم شتون لري چې ګواګې ډیر مهاجرتونه د اروپا په مقصد ترسره کيږي. خو قضيه داسې نه ده. د آلمان مرستندويه سازمان «بريد فار دې ورلد» په حواله، د ټولو مهاجرو شاوخوا۹۰ سلنه برخه يې پراختيا په حال هيوادونو کې ژوند کوي، چې تر ډيره افريقايي هيوادونه دي. ډیری يې داخلي بيځایه شوي دي چې دوي په خپلو هيوادونو کې له يو ځاي نه بل ځای ته کډه او يا هم يوازي له پولو اوښتي دي. دغه انسانان دومره پيسې په لاس کې نه لري چې وشي کړای خپلو سفرونو ته ادامه ورکړې.

د بيلګې په توګه ډير کسان هڅه کوي چې په ايتوپيا کې پناه واخلي. ايتوپیا په نړۍ کې د ډيرو مهاجر لرونکو هيوادونو په ليست کې پنځم ځای لري. په دغه هيواد کې ميشت ډير مهاجر د ګاونډيو هيوادونو دي، چې د۱۹۹۰لسيزې په اوايلو کې د کورنيو جکړو له امله مهاجر شوي دي.

د ملګرو ملتونو سازمان په وينا، شاوخوا ۷ ميليونه انسانان د دغه سازمان له بشري مرستو سره تړلي دي او همدا ډول ۸۰۰ زره نور د قحطۍ له خطر سره مخامخ دي. څه د پاسه يو ميليون سوماليايان هم ايتوپيا او بل ګاونډي هيواد کينيا ته مهاجر شوي دي، چې نن ورځ په نړۍ کې د مهاجرو تر ټولو ستر کمپ لرونکی دی.

د ختيځې افريقا بل هيواد يوګاندا دی، چې د مهاجرت يو سخاوتمندانه سياست لري. دغه هيواد په دې کې شهرت موندلی چې د کانګو ديموکراتيک جمهوريت او سويلي سودان هيوادونو د کورنيو جکړو له امله ډير شمير مهاجرو ته يې ځای ورکړی دی. يوګاندا ته رسيدلي مهاجرو ته يوه ټوټه ځمکه ورکول کيږي تر څو پکې خپله کرکيله وکړي. خو د سويلي سوډان څخه مهاجرتونه له حده زيات خطرناک دي. خلک د امنيتي ځواکونو له ويرې تر ډيره د شپې له خوا سفرونه کوي. د پاملرنې په نوم مرستندويه سازمان په خپل يوه رپوټ کې د يوې ښځې له قوله وايي: «موږ هره شپه دعاګانې کوو چې يوګانادا ته ژوندي ورسيږو».

د امريکا په لويه وچه کې هم وروسته له هغې چې ولسمشر دونالد ترامپ د امريکا متحدو ايالتونو او مکسيکو ترمنځ پر ګډه پوله د ديوال جوړولوغوښتنه وکړه، د مهاجرتونو مسئله يو ځل بيا د پام وړ کړځيدلې ده. دا نه ده روښانه چې هر کال په څه شمير کې مهاجر له دغې پولې اوړي. د مهاجرت سياست انستيتوت (The Migration Policy Institute) اټکل کوي چې په امريکا متحدو ايالتونو کې شاوخوا ۱۱ ميليونه داسې مهاجر چې د اوسيدو اقامې نه لري، ژوند کوي. په دې ډله کې شاوخوا نيمايي برخه يې مکسيکويي مهاجر دي.

سويل ختيځه اسيا: په سيند کې له مرستو پرته

يوازې مديترانه سمندرګی نه دی چې مهاجر پکې د کښتيو په وسيله غواړې پورې غاړي ته واوړي. په سويل ختيځه اسیا کې هم دغه ستونزه شته. له ميانمار او بنګله ديش څخه ډېر انسانان د تايلند، ماليزیا او اندونیزيا پر د مهاجرت پرمهال په کوچنيو کښتيو کې تېښتي. تر ټولو زيات شمير يې روهنګيايي مهاجر دي چې بنګله ديش ته پناه وړي. دغه مسلمان اقليت په اګست مياشت کې وروسته له هغې چې د ميانمار په راخينه ايالت کې تاوتريخوالو زور واخيست بنګله ديش ته يې تيښتې پيل کړي دي.

د ۲۰۱۷م کال له نيمايي راهيسي په سلونو زره روهنګيايي مهاجر له ميانمار څخه بنګله ديش ته مهاجر شوي دي. روهنګيايي مهاجر له دې امله چې ګاونډي هيوادونه یې منلو ته تيار نه ول د اوونيو له پاره د سيندونو په اوبو کې تم پاتې شوي ول.

د دې امکان هم شته چې له سرحده تيريدل د مهاجرو په مرګ تمام شي. د ميانمار او تایلند تر منځ سرحدي سيمه کې يوه کمپ ته نژدې تر۲۰۰ زيات ډليز قبرونه موندل شوي دي. هم له سرحده تيريدل د مهاجرو د مرګ سبب واقع کيږي. د بې پولې داکترانو سازمان په ورستيو کې ويلي دي چې يوازي د روان کال په اګست او سپتمبر مياشتي د پاي تر منځ د يوې مياشتې په موده کې، په ميانمار کې د دغه مسلمان اقليت ۶۷۰۰کسان وژل شوي دي. په دې ډله کې ډېر يې ماشومان دي.

شتيفاني هوپنر/ک.ص