په نړیوال جام کې تر خرابو لوبو وروسته، په کریکټ بورډ کې لومړۍ ګومارنه | افغانستان | DW | 10.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

په نړیوال جام کې تر خرابو لوبو وروسته، په کریکټ بورډ کې لومړۍ ګومارنه

د افغانستان کریکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ پر خپله رسمي فیسبوک پاڼه باندې د دې ادارې د نوي اجرائیه رییس د ګمارني خبر ورکړ. تر دې وروسته به لطف الله ستانکزی د افغانستان د کریکټ بورد د اجراییه ریاست چارې پر مخ وړي.

دا په داسې حال کې ده چې کریکټ بورډ تر دې مخکې په نړیوال جام کې د افغانستان تر خرابو لوبو او د ځینو مدیریتي ستونزو په اړه د نیوکو تر رابرسیره کیدو وروسته، د پخواني سرپرست اجراییه رییس اسدالله خان، دنده ځنډولې وه. پر هغه سربیره د دې ادارې د دوو نورو کارکوونکو دندې هم ځنډول شوې وې.

کریکټ بورډ د نوې ګومارنې په اړه ویلي دي: «په دې پروسه کې د دغه بست له پاره [اجراییه ریاست] اوولس تنو خپل تحصیلي اسناد سپارلي ول چې له هغې ډلې څخه دولس تنه شارټ لست او د مرکې له پاره راوبلل شول. »

کریکټ بورد روښانه کړې ده چې تر مرکو وروسته لطف الله ستانکزی، په دې دنده ګومارل شوی دی. ستانکزي تر دې مخکې په کریکټ بورد کې د رسنیو او بازار موندنې د څانګې د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.

اعلان