په مصر کې د «ژیړ واسکټونو» پیر او پلور منع شوی | د الما ني ژ بی زده کړه | DW | 13.12.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د الما ني ژ بی زده کړه

په مصر کې د «ژیړ واسکټونو» پیر او پلور منع شوی

د مصر حکومت د بیړنیو ژیړو واسکټونو پير او پلور منع کړی دی. د مصر رژیم خپل په زرګونو مخالفان بندیان کړي او د بشري حقونو پر فعالانو یې داسې فضاء تنګه کړې ده چې ګوندې په دې هیواد کې اپوزیسیون له سره شتون نه لري.

د مصر حکومت په ښکاره ډول د ژیړ رنګه بیړنیو واسکټونو پر پلورلو بندیز لګولی دی. په دې فرمان کې ویل شوي دي چې مغازي یوازې پر هغو کمپنیو ژیړ رنګه واسکټونه پلورلی شي چې دولتي جواز ولري او پر انفرادي کسانو تر وروستي اطلاع پورې د دغو واسکټونو پلورل منع دي.

 

په فرمان کې زیاته شوې ده چې نه یوازې دا، بلکې پلورونکي باید هغه کسان چې بې جوازه غواړي دغه واسکټ رانیسي او یا یې واغوندي حکومت ته یې معرفي کړي. د بهرنیانو له پاره دا موضوع یوه ټوکه ښکاري، خو د مصر د ولسمشر الفتاح السیسي حکومت له پنځو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د بشري حقونو فعالان تر خپل کنترول لاندې راولي.

د یوه خصوصي کلینیک مشره ایدا سیف الدوله، وایې: «السیسي خلکو ته حتی لږ فضاء هم نه ده پریښې. هغه کوښښ کوي ټول تر خپل کنترول لاندې راولي او که د اعتراض یوه وړه نخښه هم وويني ډیر ژر یې ځپلو ته ورځي. هغه مخکې له مخکې اقدامات پیل کړي او مخکې تر دې چې څوک یو څه وکړي، نیول کیږي او بندي کیږي.»

د مصر ولسمشر ویره لري داسې نه چې خلک لکه د فرانسې د اعتراض کوونکو په څیر له ژیړو واسکټونو څخه په استفادې اعتراضونه سازماندهي کړي او د قاهرې سړکونو ته را ووزي. السیسي له ۲۰۱۳م کال راهیسې د مصر د چارو واګۍ په لاس کې لري او له هم هغه وخت راهیسې یې تر اوسه پورې سیاسي اعتراضونو په شدت سره سرکوبه کړي دي.

د السیسي په حکومت کې تر اوسه پورې خپلواکه رسنۍ لمنځه تللي دي، په سلګونو انټرنټي پاڼې تړل شوي دي او غیر دولتي ادارې او بهرني بنسټونه د حکومت تر کنترول لاندې راوستل شوي دي.

Frankreich Ausschreitungen auf der Champs Elysees in Paris Paris France November 24 2018 The Ye (imago/IP3press)

په پاریس کې د زیړ واسکټو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتي ول.

د بشري حقونو خپلواکه مدافع سازمانونه چې له دغه هیواد څخه د باندي دي، اټکل کوي چې په مصر کې د سیاسي بندیانو شمیر شاوخوا۶۰ زرو ته رسیږي. یو شمیر ځوانان له کلونو راهیسې بندیان دي یوازې په دې دليل چې په ویب سایټونو کې یې لیکنې کولې او یا یې پر خپل کمیس یعنې ټي شرټ دا جمله لیکلې وه: «بې شکنجې هیواد».

آیدا سیف الدوله وایې چې مصر د شکنجې ځمکه ده. نوموړۍ د «ندیم» شخصي کلینیک مشره ده چې د شکنجې قرباني شویو کسانو درملنه کوي. میرمن سیف دوله وایې: «د شکنجې ډیر قربانیان نه وایې چې وهل او ډبول شوي یوو، بلکې دوی د بریښنا د شارت او بریښنا د کیبل په وسیله د شکنجه کیدو کیسه کوي. موږ له دوی پوښتنه کوو چې آیا دوی کله داسې شکنجه شوي دي؟ دوی وایې، نه ،نه دا ډول شکنجه عادي وه. دوی حتی له جنسي تیري او جنسې استفادې خبره کوي او د مختلف ډوله شکنجې کیسه کوي».

له «نديم» کلینیک څخه جواز اخیستل شوی دی او ټاکل کیږي چې ډیر ژر به وټرل شي، خو دغه پروسه لا روانه ده. سره له دې هم میرمن آیدا د دې پروسې د پایلې په هکله هیڅ شک نه لري. نوموړې وایې چې تر اوسه داسې زړه ور نارينه او ښځې شته چې د حکومت له خوا پر سرکوبه کولو سربیره يې د هیواد د سیاسي وضعیت په اړه خبرې کوي. یو له داسې کسانو څخه مصری خبریال خالد داوود دی.

خالد وایې چې په۲۰۱۱م کال کې د حسنی مبارک رژیم تر ړنګیدو وروسته کیدای شوای چې مصر یوه روښانه او دیموکراته راتلونکي لرلې وای، خو داسې ونه شول. هغه وایې: «حتی د مبارک د دیکتاتورۍ په وخت کې د نفس کښلو له پاره فضا تنگه وه. اوس هغه هم نه لرو. السیسي هر هغه څه کوي چې د ۲۰۱۱م کال سناریو یو وار بیا تکراره نه شي».

په راتلونکو څو اونیو کې د «تحریر د انقلاب» اتمه کلیزه رارسیږي. د مصر حکومت مخکې له مخکې خپلو مخالفينو ته خبردارې ورکړی دی. سیف الدوله وایې: «که زه ونيول شم فرق نه کوي، ځکه زه له خپلو هغو دوستانو سره هیڅ توپیر نه لرم چې په زندان کې دي. زه هیله من یم هغه اصول چې زه یې لرم ورته ژمن پاتې شم. وګورو څه کیږي».