1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په مراکش کې د نړۍ تر ټولو لرغوني زیورات موندل شوي

۱۴۰۰ آذر ۱, دوشنبه

لرغون پيژندونکو د نړۍ تر ټولو لرغوني زیورات یا ګاڼې موندلي دي چې قدامت یي ۱۵۰ زره کلونو ته رسیږي. دغه ګاڼې چې له صدفونو څخه جوړې شوې دي احمتالاً یو دستبند یا د غاړې امیل و.

https://p.dw.com/p/43JvL
Marokko | 150.000 Jahre alter Schmuck
انځور: AFP

د لرغون پيژندونکو په وینا د مراکش هیواد په ساحلي ښار صویره کې د بیزمونه په غارونو کې داسې ګاڼې موندل شوي دي چې لرغونتوب یې له ۱۴۲ زرو تر ۱۵۰ زرو کلونو پورې رسیږي.

دغه کشف شوی اثر سوري شوي صدفونه دي چې کیدای شي یا لاس کې د اچولو دستبند او یا هم د غاړې امیل یا په بل عبارت غاړگۍ یا لاکت وي.

د عبدالجلیل بوزوګار په نوم یوه تن له دغو لرغون پيژندونکو څخه ویلي دي: «دا کشف د بشریت پر تاریخ دلالت او ورته یو مفهوم لري.»

هغه نښې یا سمبولونه چې په دې زیوراتو کې لیدل کیږي پر دې دلالت کوي چې د دغو زیوراتو خاوندانو پر یوې ژبې خبرې کولې. نوموړي زیاته کړې ده: «په دغو زیوراتو کې داسې سمبولونه لیدل کیږي، چې د ابزارو برخلاف، یوازې د ژبې په وسیله انتقالیدلیږي»

Marokko | 150.000 Jahre alter Schmuck
د مراکش په یوه موزیم کې د لرغوني آثارو اخیستل شوی انځورانځور: AFP

د ښاغلي بوزوګار په خبره اوس دا پوښتنه مطرح کیږي چې آیا دغه زیورات به د هغې ژبې ښکاریندویې کوي چې د یوې ټولنې د ګروپونو او یا هم غړو ترمنځ پرې خبرې شوي دي.

بوزوګار د خپلو خبرو په دوام ویلي دي چې دې ته ورته آثار په منځني ختیځ او افریقا کې هم کشف شوي دي چې له ۳۵ زرو تر ۱۳۵ زرو کلونو پورې لرغونتوب لري.

لرغون پيژندونکو هغه وخت دغه ګاڼې کشف کړې چې د سپټمبر په میاشت کې یې د جامو جوړونې ابزار چې له هډوکو څخه جوړ و وموندل. دغه ابزار شاوخوا ۱۲۰ کاله قدامت لري او د خپل ډول تر ټولو لرغوني ابزار دي چې تر اوسه پورې کشف شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا