په متحده ایالاتو کې د وسلو د لابي پر ضد پراخ اعتراضونه | آلمان او نړۍ | DW | 25.03.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په متحده ایالاتو کې د وسلو د لابي پر ضد پراخ اعتراضونه

دا د امریکا په معاصر تاریخ کې یو له تر ټولو لویو مظاهرو څخه ده. یوازې په واشنګټن کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسانو د وسلو له پاره د لازیات سخت قوانینو د تصویبولو غوښتنه وکړه. اعتراض کونکو د «NRA» پر ضد خپله مبارزه هم اعلان کړه.

د امریکا متحده ایالاتو په فلوریډا ایالت کې د پارکلند ښار په یوه ښوونځي کې تر عام وژنې شاوخوا شپږ اونۍ وروسته، په ټول هیواد کې په سلګونو زره وګړي د «زموږ د ژوند له پاره مارش» تر شعار لاندې سره راټول شول.

هغه زده کونکي چې د ښوونځي له خونړي برید څخه ژوندي پاتي شوي ول، د خپلو ویناو په ترڅ کې د امریکا پر سیاست د وسلو تر ټولو قدرتمندې لابي «NRA» یا د (وسلو ملي ټولنې) د نفوذ غندنه وکړه.

د ټول واشنګټن ډي سي په کچه اعتراضونه چې د «مارجوی ستومن داګلاس» د ښوونځي د زده کونکو له خوا سازماندهي شوي وو، چیرې چې د ولنټاین په ورځ په کې د دریو تنو لویانو په ګډون د ښوونځي ۱۴ تنه زده کونکي ووژل شول.

د دې ښوونځي یو ۱۷ کلن زده کونکی کامرون کاسکي، چې له دې عام وژنې څخه ژوندی پاتی شوی دی شعار وکړ:«موږ تحول یو».

کاسکي وویل هغه ځوان نسل چې د وسلو د تاوتریخوالي تر اغیزې لاندی دی، باید د یو ډاډمن راتلونکي له پاره مبارزه وکړي. هغه زیاته کړه: اوسني اعتراضونه د دې غورځنګ د اوج ټکی نه، بلکې پيل دی.

USA Washington March for Our Lives Emma Gonzalez (Reuters/J. Ernst)

ماګونسالس، شپږ دقیقې او ۲۰ ثانیې د مایکروفون مخې ته چپ پاتې شوه

په دې اعتراضونو کې یوه له احساساتو ډکه شیبه د پارکلند د ښوونځي د یوې زده کونکې ماګونسالس، را څرګندیدل ول. دغه زده کونکې شپږ دقیقې او ۲۰ ثانیې د مایکروفون مخې ته چپ پاتې شوه او په داسې حال کې چې اوښکو یې پر مخ لاری جوړې کړې وې ونه توانیدله چې یو څه ووایې. دقیق همدومره وخت د هغې په ښوونځي کې د انسانانو وژنې دوام کړی وو.

بیا هغې خبرې پیل کړې او ويې ویل: «له شپږو دقیقو څخه په لږ څه ډیر وخت کې یې له موږ څخه ۱۷ دوستان واخیستل».

ډیر شمیر مشهورو څیرو هم له دې اعتراضونو څخه ملاتړ کړی دی. د ویناوالو ترڅنګ د پاپ موسیقۍ مشهورو څیرو لکه میلي کروز، آریانا ګراند، جنیفر هودسن، او دمی لوواتو هم سندرې وویل.

د پارکلند، شیکاگو، بوستون، فلادلفیا، میامي، هیوستن، لاس انجلس او نیویارک، چیری چې دونالد ترمپ زیږدلی دی په ګډون یو شمیر ښارونو کې ډیرې پراخې مظاهرې ترسره شوې.

د ترمپ برج مخې ته مظاهره کونکو داسې انځورونه لیږدول چې د نورو ترڅنګ پرې داسې شعارونه لیکل شوي ول چې «که زموږ رهبران لکه د ماشومانو چلند ولري، باید ماشومان رهبري وکړي» یا یو بل شعار چې «د ۲۰۲۰ م کال په ټاکنو کې زه انتخاب کوم».

د نړۍ په یو شمیر نورو ښارونو د هغو له جملې څخه د استرالیا په سدني، د اسرائیلو په تل ابیب، د بریتانیې په لندن او حتی چين کې د دغو مظاهرو په پیوستون خلک راټول شول. د آلمان په برلين، مونشن، هامبورګ او بن ښارونو کې هم مظاهرې وشوې.

اعلان