په لایپزيک کښي د کتابونو نندارتون پرانیستل سو | دويچه ويله پښتو | DW | 15.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په لایپزيک کښي د کتابونو نندارتون پرانیستل سو

د جرمني د لایپزیک په ښار کی د کتابونو نندارتون پرانیستل سو. د پنجشنبې د ورځي څخه لیدونکی کولای سی د دغه نندارتون څخه لیدنه وکړي. د مارچ تر اتلسمی نېټې پوری به په دغه نندارتون کی د ۴۴ هیوادونو څخه ۲۰۰۰ آلمانی او بین المللی لیکوالان خپلی لیکني نندارې ته وړاندي کړي چی په هغو کی به زیاتره کسان د شرقی اروپا د هیوادونو ، لکه پولند ، اوکراین او سپینې روسیې څخه وي. د فرانکفورت ام ماین د نندارتون تر څنګه د لایپزیک دغه نندارتون هم د آلمان د مهمو نندارتونونو څخه شمېرل کیږي.