1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په فارياب کي څه روان دي؟

۱۴۰۰ دی ۲۴, جمعه

د فاریاب په مرکز کې د طالبانو له خوا د یو ځايي قوماندان د نیول کیدو په غبرګون کې د هغه پلویانو مظاهرې کړي دي. طالبان وايي اوس وضعيت په کنترول کي دی، خو ځايي خلک وايي وضعيت ښه نه دی او حتی مرګ ژوبله هم رامنځته شوې ده.

https://p.dw.com/p/45XIG
Afghanistan Protest in der Faryab Provinz
انځور په فاریاب کې د تیرحکومت پر مهال د مظاهرو دی - آرشيفانځور: Mirwais Sahi

په میمنه کې آزاد خبريال قطب الدین کوهي دویچه ویله ته وويل چې دغه اعتراضونه د «ازبک قوماندان مخدوم محمد عالم رباني د نیول کيدو په غبرګون کې شوي دي.» د هغه په وینا یاد قوماندان د مرکزي حکومت له لورې د چهارشنبې په ورځ په مزارشريف ښار کې ونیول شو.

هغه وويل نن شاوخوا لس نيمې بجې «د اعتراض کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ يوه نښته رامنځ ته شوه چې په ترڅ کې يې د عامه نظم یو سرتيری ووژل شو او څلور اعتراض کوونکي ټپیان شول.»

کوهي وويل چې اعتراض کوونکو ادعا کړې ده چې دوی د والي مرستيال غوښتي ول، خو د ولایت مقام ته د تلو پر مهال د ولایت ودانۍ د ساتونکو له لورې ورباندې ډزې وشوې.

هغه وويل که څه هم مخدوم، له ۲۵ کلونو راهیسې د طالبانو د یو مطرح قوماندان په توګه فعالیت درلود او د افغانستان په وروستي سياسي تحول کې يې د جوزجان او سرپل ولایتونو په سقوط کې هم رغنده رول درولود، خو دا چې اوس يې ولې نیولی دی روښانه ده. کوهي وويل چې د مخدوم پلویانو ورته وويل چې طالبانو تیره شپه رباني ته د دوو ساعتونو له پاره د موبایل کارولو اجازه ورکړې وه تر څو له خپلوانو سره يې خبرې وکړي اما نور نه پوهیږي چې هغه چيرته او په څه وضعیت کې دی.

ځينو رسنيو د ځينو طالب چارواکو په حواله داسي راپورونه خپاره کړي چې ګويا مخدوم محمد عالم رباني يې بيرته خوشې کړی دی، خو ځايي خلک وايي چې هغه تر اوسه هم خوشي شوی نه دی.

د طالبانو د حکومت مرستيال ویاند، بلال کريمي په فاریاب کې دغه مظاهرې تائيد کړي خو ويلي دي چې اوس ستونزه حل شوې ده. هغه پر ټيوټر ليکلي دي: «اوس وضعیت کنترول شوی او خلکو ته قناعت ورکړل شوی دی، هلته اوس هيڅ ستونزه شتون نه لري.»

بلال کريمي ويلي دي چې یاد کس د استخباراتو له خوا نيول شوی، اما دا چې ولې او آيا بیرته آزاد شوی دی او که نه، په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

د پخواني حکومت ځینو چارواکو هم د فاریاب په اړه غبرګون درلودلی دی. له هغې ډلې امرالله صالح د فاریاب پرونۍ مظاهرې «ملي قیام» بللی او د فاریاب اوسیدونکو ته يې مبارکي ويلې ده.

قطب الدین کوهي زیاته کړه چې د مخدوم پلويانو تیره ورځ د مظاهرې پر مهال د پولیسو د یوه رينجر موټر ښېښې هم ماتې کړې او غوښتل يې د ولایت مخې ته د تحصن خیمه ودروي خو امنيتي ځواکونو پرې نه ښودل.

هغه وويل چې د شپې او سهار تر لسو بجو پورې د ښار په واټونو کې ټانګونه ولاړ ول او اوضاع د امنتي ځواکونو په کنټرول کې وه. هغه زياته کړه: «نن د مخدوم محمد عالم رباني پلویانو خلک عیدګاه مسجد ته غوښتلي ول تر څو بیا مظاهرې پیل کړي خو د امنيتي ځواکونو له خوا وپاشل شول.»

د کوهي په خبره، مخدوم د طالبانو تر واکمنيدو وروسته، شاوخوا یوه نیمه میاشت د سرپل د مرستيال والي وو اما وروسته له دندې لرې او تر اوسه بې کاره وو. هغه زیاته کړه چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د هغه نیول کیدو په اړه ګنګوسې موجودې وې.

د ميمنې ښار يوه اوسیدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط پر طالبانو نیوکه وکړه، چې مخدوم خو د دوی خپل کس دی نو ولې يې نيولی دی، خلک د هغه آزادول خواړي. پر وینا يې د نیولو انګیزه «ځان ځاني او قدرت طلبۍ ده.» هغه طالبان تورن کړل چې د خپلې اولې واکمنۍ پر وخت هم په جوزجان کې دوه مشران چې دوی سره يې مرسته کړې وه، وروسته يې ونيول او له منځه يې وې وړل.