په عراق کې د ايران پر قونسلگرۍ بريد | آلمان او نړۍ | DW | 12.01.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په عراق کې د ايران پر قونسلگرۍ بريد

امريکايي عسکرو د عراق په اربيل ښار کې د ايران پر قونسلگرۍ بريد کړی دی. د کردي ځواکونو يوه وياند وويل چې پنځه تنه د امريکايانو له لوري ونيول شول. ايران ورپسې د عراق او سويس د هېوادونو استازي ځان ته وبلل او د دې کړنې سپيناوی يې وغوښت. سويس د امريکا د متحده آيالتونو دپلوماتيکې چارې په ايران کې په غاړه لري.

default

عسکرو د کردي وياند له قوله گڼ شمېر کمپيوترونه او دوسيې ځان سره واخېستلې.
د ايران پر مشرانو باندې د عراق د سنيانو لخوا دا تور لگول کېږي چې دوی د شعيه گانو ملاتړ کوي او پخپله هم جنگيالي وراستوي. د امريکې ځواکونو درې مياشتې وړاندې هم څلور ايراني نظامي مشاورين او دوه دپلوماتان نيولي وو. دپلوماتان لږه موده وروسته خوشي شو خو د نظامي مشاورينو په وړاندې تور ولگول شو چې دوی پر عراقي امنيتي ځواکونو باندې په بريدونو کې لاس لاره. د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې کندوليزا رايس په ايران او سوريې باندې غږ وکړ چې د توندلارو ډلو ملاتړ دې په عراق، لبنان او د فلسطينيانو په سيمو کې پرېږدي. د امريکې د متحده آيالاتو پاليسي د هغې په وينا دا ده چې د سمونپالو ملاتړ وکړي د توندلارو په وړاندې.
په عين وخت کې يې ايران ته د مستقيمو خبرو اترو بلنه ورکړه که ايران خپله اتومي تگلاره او د ايورانيمو غني کول پرېږدي. هغې ويل دې ته چمتو ده چې هر چيري او هرکله له خپل ايراني سيال سره وويني تر څو د خپلمنځي اړيکو په هکله سره وغږېږي. هغې زياته کړه امريکا دې ته چمتو ده چې تېر 27 کاله کړکېچنې اړيکې هېرې او له ايران سره بيا اړيکې ټينگې کړي.

اړوند مطالب

اعلان