په سپين بولدک کې ځانمرگی بريد او په لښکر گاه کې بمي چاودنه، څلور تنه مړه، ټول ټال اوه تنه ټپيان | افغانستان | DW | 13.03.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

په سپين بولدک کې ځانمرگی بريد او په لښکر گاه کې بمي چاودنه، څلور تنه مړه، ټول ټال اوه تنه ټپيان

د پوليسو په وينا د افغانستان او پاکستان د سرحد په سر يوه ځانوژونکي ځان او څلور ملکي وگړي والوځول. په سپين بولدک کې نوموړي ترهگر په ځان پورې چاودېدونکي مواد تړلي وو.

default

دا په داسې حال کې چې يوې ډلې عادي وگړو دې ته انتظار ايسته چې د افغانستان خوا ته واوړي. درې ملکي وگړي سمدلاسه ومړل، شپږ تنه زخميان شول او روغتون ته انتقال شول، چې په پايله کې يو څوارلس کلن هلک خپل ژوند د لاسه ورکړ. په فراه کې په عين وخت کې د سړک غاړې ته پراته بم خپل هدف ته اصابت ونه کړ، بلکې دوه تنه ملکي وگړي يې ټپيان کړل. محمد عيسی، د هلمند ولايت د پوليسو مرستيال قوماندان وويل چې دغه پېښه په لښکرگاه کې رمنځ ته شوې ده. د ناټو سرتېرو ته په کې کوم زيان نه دی رسېدلی.