په سویس کې د موټر د چپه کیدو له کبله ۲۸ کسان ووژل شول | دويچه ويله پښتو | DW | 14.03.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په سویس کې د موټر د چپه کیدو له کبله ۲۸ کسان ووژل شول

د سویس د والیس په ایالت کي د یوه سرویس د چپه کيدو له کبله ۲۸ کسان وژل سوي دي. دغه سرویس چي له بلجیم څخه را روان وو د سویس پر یوه لویه لاره باندي له خپل مسیر څخه واوښت او چپه سو.

په وژل سوو کسانو کې ۲۲ کوچنیان هم شامل دي. په پېښه کي ۲۴ تنه نور کوچنیان ټپیان سوي دي. دا چي موټروان ولې خپل کنترول له لاسه ورکړ تراوسه پوری نه ده معلومه.