په جلال آباد کې چاودنې سخته مرگ ژوبله اړولې | افغانستان | DW | 07.04.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

په جلال آباد کې چاودنې سخته مرگ ژوبله اړولې

د ننگرهار چارواکي وايي چې په جلال آباد کې نن سهار د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله دوه ملکي وګړي وژل شوي او د درېو پولیسو په ګډون ۱۸ کسان ټپيان شوي دي.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط دویچه ويله ته ویلي، چاودنه د جلال اباد په دویمه ناحیه کې له لغمان هډې سره نیږدې داسې حال کې شوې چې له سیمې د پولیسو رنجر موټر تېرېده.

سرچینې زیاته کړې، ماین په یوه ګلدان کې ځای پر ځای شوی و او په ۱۸ ټپيانو کې درې پولیس هم شامل دي.

سرچینې ویلي دي چې د پېښې ټپيان د جلال آباد حوزوي روغتون ته وړل شوي او د څلورو هغو روغتیايي حالت نازک دی.

د جلال آباد د حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر دویچه ويله ته وویل، د پېښې له ځایه ورته دوه جسدونه او ۱۸ ټپيان وروړل شوي دي، چې د څلورو ټپيانو روغتیايي حالت ښه نه دی.

عیني شاهدانو ویلي دي چې سهار وختي له لغمان هډې سره نیږدې اتحاد ټاور مخې ته د پولیسو پر رنجر موټر چاودنه وشوه، چې ګڼ شمېر کسانو ته پکې مرګ، ژوبله واوښته.

د انصارالله په نوم کس چې دغلته نیږدې اوسېږي، دویچه ويله ته وویل، چاودنه داسې مهال وشوه چې د اتحاد ټاور له مخې د پولیسو رنجر د تېرېدو په حال کې وو او د پېښې ډېر قربانیان سبزي پلورونکي دي.

د دې پېښې مسؤلیت کوم چا یا وسله والې ډلې نه دی منلی.

په دې وروستيو کې د ننګرهار په ځانګړي ډول جلال آباد امنیتي حالت تر پخوا ښه نه بلل کېږي. په دغه ښار د هدفي وژنو او چاودنو ډېرښت ولسي وګړي اندېښمن کړي او له حکومته غواړي چې د دې حالت د کابو کولو له پاره جدي اقدام وکړي.

 

DW.COM

اعلان