په ترکیه کې بیړنی حالت پای ته ورسید | آلمان او نړۍ | DW | 19.07.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

په ترکیه کې بیړنی حالت پای ته ورسید

په ترکیه کې د ناکامې کودتا تر هڅې دوه کاله وروسته ولسمشر اردوغان په دغه هیواد کې بيړنی حالت ليري کړ. انتقاد کوونکي اندیښنه لري چې د بیړني حالت د محدودیتونو ځای ښایي نور سخت اقدامات ونیسي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۲۰۱۶م کال په جولای میاشت کې تر ناکامې کودتا وروسته په دغه هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او دغه موده يې اووه وارې درې درې میاشتې وغځوله. حکومت لا تر مخه د ترهګرۍ ضد مقررات چمتو کړي دي. دغه قانون «په عادي وضعیت کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې» په هکله دی. دغه قانون به له نافذیدو څخه تر درو کلونو پورې د تطبیق وړ وي.

د دغه قانون مسوده چې د آلمان خبري آژانس ته په لاس ورغلې ده د بیلګې په توګه دا تنظیموي چې څرنګه یو قاضي، د امنیتي ځواکونو کوم غړی او یا هم د وزارت کوم کار کوونکی له دندې لیرې کیدای شي که چیرې له یوې «ترهګرې» ډلې سره اړیکي ولري. د بیړني وضعیت په څیر دولت غواړي هر هغه کس چې د ترهګرۍ د شک په تور له دولتي دندې لیرې شوی وي، له پاسپورته محروم کړي.

د دولتي دستګاه واک پر ځای پاتې دی

د ولایتونو والیان به لږ تر لږه د بیړني حالت ځیني واکونه له ځانه سره ولري. د دغه قانون د مسودې له مخې هغوی دا واک لري چې د هغو کسانو په اړه چې داسې شک موجود وي چې «عامه نظم او یا هم امنیت اخلالوي» شي، خاصو ځایونو ته د ورتګ مخه یې ونیسي. پر دې سربیره د غونډو د آزادۍ حق د محدودولو اجازه هم لري. یا شکمن کسان له ۴۸ ساعتونو څخه تر ۱۲ ورځو پورې د پولیسو په توقیف کې پاتيدای شي. دغه موده د بیړني وضعیت تر پیلیدو دمخه وخت څخه اوږده ده.

پخوانی بیړنی وضعیت په نوي نوم؟

پر حکومت انتقاد کوونکو رسنیو لا تر مخه خبرداری ورکړی دی چې د انقرې مشرتابه له نوو مقرراتو سره بیړنی وضیعت تر نوې نامه لاندې په دایمي حالت بدلول غواړي. پلان شوي ترهګرۍ ضد مقرراتو ته په کتو سره ایمنسټي انټرنیشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان لا تر مخه د هغه په هکله خبرداری ورکړی دی: «ډیر اقدامات چې د بیړني وضعیت پر مهال ترسره کیدل، د هغې تر ختمیدو وروسته هم پر خپل ځای پاتيږي.»

دغه سازمان انتقاد کړی دی چې په تیرو دوو کلونو کې بیړنی وضعیت د دې له پاره کارول شوی دی چې د حکومت واک تحکیم کړي، انتقادي غږونه چوپ کړی شي او بنسټیز حقونه محدوده کړی شي. زیاته شوې ده چې له بشري حقونو څخه د سرغړونو په هکله ډیر رپوټونه ورکړل شوي دي چې پکښې پر خپل سر بندي کول، د مدنې ټولنې د سازمانونو او رسنیو په دایمي توګه تړل او دې ته ورته نور اقدامات شامل دي.

د بیړني وضعیت پر مهال چې په نړیواله کچه پرې سخت انتقاد کیده، په ترکیه کې بنسټیز حقوق لکه پر غونډو او یا د هم د مطبوعاتو پر آزادۍ محدودیتونه وضع شوي ول او اردوغان به د فرمان له مخې حکومتولي کولی شوه. نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د بیړني وضعیت په ختمیدو سره ښایي ډیر څه بدلون و نه مومي.

څه د پاسه یوه میاشت دمخه د اردوغان په بیا ټاکل کیدو سره چې کوم نوی ولسمشریز سیستم نافذ شوی دی د دولت مشر ټول اجرائیوي واکونه په لاس کې لري. د نوې سیستم له مخې اردوغان په عین وخت کې د دولت او حکومت او مشر دی. هغه کولی شي چې د یوه بیړني وضعیت د ځانګړو حقوقو پرته د فرمان په واسطه امر صادر کړي او د هغې له پاره د پارلمان تائید ته اړتیا نه لري.

بندي کول، له دندو ګوښه کول او بندول

په تیرو دوو کلونو کې د بیړني وضعیت پر مهال زیاتره صادر شوي فرمانونه ظاهرا د فتح الله ګولن پلویانو ته متوجه وو. فتح الله ګولن په متحدو ایالاتو کې په تبعید کې ژوند تیروي او اردوغان یې د ۲۰۱۶م کال د کودتا د هڅې له پاره ګرم ګڼي.

د ۲۰۱۶م کال له دوبي راهیسې د رسمي ارقامو له مخې ۸۰ زره کسان نیول شوي چې پکښې خبریالان، د بشري حقونو فعالان او د اپوزیسیون سیاستوال شامل دي. د ځينو رسینو او خصوصي ښوونځیو ودانۍ تړل شوي او ښاروالان تبدیل شوي. د فرمانونو له لارې اردوغان تر ۱۳۰ زرو زیات دولتي مامورین له دندو ګوښه کړي. په دغه ډله کې پر نورو سربیره قاضیان او څارنوال هم شامل دي.

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM

اعلان