په ایران کي یوه طیاره لویدلې او ټوله ۶۶ تنه یې وژل سوي | سيمه | DW | 18.02.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

په ایران کي یوه طیاره لویدلې او ټوله ۶۶ تنه یې وژل سوي

دغه مسافر وړونکې طیاره،چي د ایران په جنوب لویدیځ کي لویدلې ده، تر اوسه پوري یې لا د لویدو علت معلوم ندئ. خو هغه څه چي معلوم دي ، هغه دادي، چي په هغه کي ټول مسافر او عمله وژل سوي دي.

د فارس خبري آژانس په حواله د اسمان اېر شرکت په دغه طیاره کي ۶۰ مسافر او ۶ تنه عمله سپاره ول او د مهرآباد څخه د یاسوج پر خوا روانه وه. دغي طیارې وروسته د اصفهان د جنوب په یوه سیمه (سمیرم) کي سقوط وکړ. ددغه آژانس په حواله، طیارې د خرابي هوا له کبله د یوه غره سره ټکر کړی دی او متأسفانه ټول سپاره کسان پکښي وژل سوي دي.

زموږ له آرشیف څخه انځوریز البوم:(23.04.2015)

 

DW.COM

اعلان