په المان کې د ائتلافي حکومت مشرانو یوه لانجمنه موضوع حل کړی ده | دويچه ويله پښتو | DW | 05.11.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په المان کې د ائتلافي حکومت مشرانو یوه لانجمنه موضوع حل کړی ده

په المان کې د پارلماني ټاکنو کابو یو کال تر مخه د ائتلافي حکومت مشرانو د اختلاف وړ یوه مهمه موضوع حل کړې ده. د ائتلافي حکومت د مشرانو د اته ساعته غونډې وروسته هغوی پریکړه وکړه چې د داکترانو د معاینې درې میاشتنې فیس چې لس یورو کیږي، د نوي کال له پیل څخه له منځه یوسي. دغه خبره د مسیحي دموکراتانو (CDU)، د مسیحي سوسیالستانو اتحاد (CSU) او د آزاد دموکراتانو (FDP) د گوندونو مشرانو کړې ده.