په افغانستان کې په بیلابیلو بریدونو کې ۴۷ وگړي ووژل شول | دويچه ويله پښتو | DW | 16.04.2012
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

په افغانستان کې په بیلابیلو بریدونو کې ۴۷ وگړي ووژل شول

د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د هم مهاله بریدونو په پایله کې د حکومت په حواله ۴۷ وگړي وژل شوي دي. د کورنیو چارو وزیر بسم الله محمدي، ویلي دي چې په وژل شوو وگړو کې ۳۶ برید کونکي، ۸ امنیتي سرتیري او درې تنه ولسي وګړي شامل دي. د دې سربیره د دې بریدونو په پایله کې ۴۰ امنیتي سرتیري او ۲۵ ولسي وګړي ټپيان شوي هم دي.