په افغانستان کي روزل سوو او په نس مړووپوليسو ته اړتيا سته. | آلمان او نړۍ | DW | 18.10.2007
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په افغانستان کي روزل سوو او په نس مړووپوليسو ته اړتيا سته.

د آلمان ددفاع وزير د اروپايي ټولني څخه غوښتي چي په افغانستان کي د پوليسو د ښووني او روزني په برخه کي لا ډ يري هلي ځلي وکړي.

د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف يونگ: په دې برخه بايد د راتلونکو پنځو کلنو له پاره لوړ گامونه پورته سي.

د آلمان د دفاع وزير فرانس جوزيف يونگ: په دې برخه بايد د راتلونکو پنځو کلنو له پاره لوړ گامونه پورته سي.

يونگ چي د جرمني د مسيحي د يموکراتانو د گوند غړی دی د ويلد نومي ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي چي په دې باره کي بايد څېړنه وسي چي و افغانستان ته د پوليسو د روزلو له پاره د 195 ښوونکو استول کفايت کوي کنه.
د يونگ د څرگند ونو سره سم په دې برخه بايد د راتلونکو پنځو کلنو له پاره لوړ گامونه پورته سي.
په دې ترځ کي بيا د آلمان د پوځ د اتحاد يوي مشر گېرځ د آلمان پر حکومت او پر اروپايي ټولني دا تور لگولی چي په افغانستان کي د وی ناکامه دي.
ده په عيني حال کي په افغانستان کي د پوليسو د ښووني او روزني په پاره د اضافي ښوونکو د استولو غوښتنه کړې.
گېرځ د Hannoverschen Allgemeinen Zeitung ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي ددې له پاره چي يو هيواد د امنيتي پلوه پر خپلو پښو ود ريږي نو څلويښت تنه د پوليسو ښوونکي هلته بسنه کوي.
د افغانستان په ټولو برخو کي حکومت ته وفادار ښه روزل سوي او په نس مړو پوليسو ته اړتيا سته.