په آلمان کې پر مهاجرو بريد | اروپا ته مهاجرت | DW | 03.10.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کې پر مهاجرو بريد

د آلمان د تورينګين ايالت په آپولدا ښار کې درو کسانو د نشې په حالت کې پر څلور تنو ځوانو مهاجرو بريد کړی او هغوی يې ټپيان کړي دي. حمله کوونکي نيمه شپه د دغو مهاجرو کور ته په زور ننوتلي دي.

د آلمان د تورنګين ايالت پوليس د هغو ځوانو مهاجرو پر هستوگنځای چي ۱۸ کلنۍ ته لا نه دي رسېدلي د حملې خبر ورکړی دئ. د پوليسو يو وياند ويلي دي چې تورن کسان د ښی اړخه افراطيانو له ډلې څخه دي.

د پوليسو د وياند په وينا، ياد کسان د دوشنبې په شپه په آپولدا ښار کې د مهاجرو کور ته په زور ننوتلي او تر لفظي شخړي وروسته يې څلور تنه مهاجر سربېرن ټپيان کړي دي.

دا هغه ځوان مهاجر دي چې بې له خپلو کورنيو يوازې آلمان ته راغلي دي. ويل کيږي چې د دوي کورته ننوتلي کسان د نشه ول.

د آپولدا ښار د پوليسو وياند زياتوي چې تورن کسان نيول شوي دي او د خلکو آرام ته د مزاحمت کولو په دليل ترې پوښتني گروېږني کيږي.

د پوليسو د څيړنو له مخې، مهاجرو په خپل کور کې موسيقي په لوړ غږ غږوله چې تر ډير شورماشور جوړولو وروسته دغه کسان مجبور شوي چې د هغو د غلي کولو له پاره يې کور ته داخل شي.

پوليسو ويلي دي چې نشه کسانو له ځان سره يو زنځير او يو سيخ وړی وو، څو يې مهاجر پرې وهلي وي.

 

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM