په آلمان کې له هرو دوو بیکارو کسانو څخه يو يې د مهاجرت ريښه لري | اروپا ته مهاجرت | DW | 31.03.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کې له هرو دوو بیکارو کسانو څخه يو يې د مهاجرت ريښه لري

د آلمان د کار آژانس وايي چې د مهاجرت او پناه غوښتنې په نتيجه کې په دغه هيواد کې د هغو کسانو د بيکارۍ کچه هم لوړه شوې چې د مهاجرت ريښې لري. د آلمان يو پر څلورمه برخه اوسيدونکي د مهاجرت ريښې لري.

په آلمان کې د بې کاره کسانو شمير لږ شوی دی. د ورستنيو (د ۲۰۱۹م کال مارچ مايشتې) ارقامو له مخې حاضر وخت په آلمان کې دوه ميليون  او ۳۳۰ زره بيکاره کسان ژوند کوي. خو په دوی کې د هغو بيکاره کسانو شمير چې د مهاجرت ريښې لري یو نوي ريکارډ ته رسيدلی دی.

د آلمان د کار د چارو مرکز د يوې ارزونې مطابق، په اوس وخت په آلمان کې د بيکاره کسانو ۴۶ سلنه یې هغه افراد تشکيلوي چې مهاجرتي ريښې لري. دغه ارزونه د روان کال په فبرورۍ مياشت کې شوې چې آلمانۍ ورځپاڼې «بيلد ام زونتاګ» هغه خپره کړې ده.

دغه ارقام د هغو ۴ ميليون او ۱۰۰ زره کسانو له منځه چې د کار کولو توان لري، خو دوی دولتي مرستې ترلاسه کوي، ۵۷ سلنه دی. په دغې ډله کې د بيکاره کسانو ترڅنګ داسې کسان هم شتون لري چې عوايد يې د ژوند له پاره کفايت نه کوي او دوی په همدې دليل د آلمان د کارموندنې ادارې (Jobcenter) څخه مالي تکميلي مرستې ترلاسه کوي.

Deutschland Berufsorientierungs- und Ausbildungsbörse (iBOB) in Cottbus (Imago/Rainer Weisflog)

په آلمان کې هغه کارګران چې کافي عوايد نه لري د کارموندنې ادارې له خوا تکميلي مالي مرستې ترلاسه کوي

په تيرو پنځو کلونو کې د بيکاره کسانو په منځ کې د مهاجرو سهم ښکاره لوړ شوی دی. د مهاجرت بحران څخه دمخه د ۲۰۱۳م کال په وروستيو کې هغو بیکاره کسانو چې د مهاجرت ريښې لري د ټولو بيکارانو ۳۶ سلنه تشکيلوله او د دوهمې ډلې په پرتله (بيکاران او د تکميلي مالي مرستو ترلاسه کونکو» په پرتله ۴۳ سلنه وه.

په نورنبرګ کې د آلمان د کار آژانس چارواکي وايي چې کيدای شي د دوی ارزونه اصلي واقعيتونه بيان ونه شي کړای، ځکه چې د مهاجرت لرونکو کسانو پوښتنپاڼو ته د ځوابونو ورکړه داوطلبانه وه او یوازې ۷۹ سلنه ځوابونه ورکړل شوي دي.

د اداري لحاظه په آلمان کې هغه کس ته د مهاجرت ريښې لرونکی ويل کيږي چې خپله او يا لږ تر لږه د مور او پلار څخه يې يو په آلمان کې نه وي زيږيدلی. د آلمان ۲۴ سلنه وګړي د همدې معيار له مخې د مهاجرت ريښه لرونکي دي. له دغې ډله د هرو دوو کسانو څخه يو يې آلماني اقامه لري.

Mohyi, Bahram/ م.ک.ص/ ن.ص