په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر کمپونو بریدونه کم شوي | اروپا ته مهاجرت | DW | 22.12.2017
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر کمپونو بریدونه کم شوي

د روان کال په ترڅ کې په ټول آلمان کې د مهاجرینو پرکمپونو باندې د بریدونو کچه د پام وړټیټه شوې. خو بیا هم د سیاسي انګیزې لرونکي بریدونه وروسته له هغې ډیرعام شوي چې آلمان د سلګونو زرو مهاجرنو له پاره خپلې دروازې پرانیستلې.

د جمعې په ورځ د «فرانکفورتر شاو» په نامه د یوې آلمانۍ ورځپانې د یوه رپوټ له مخې د آلمان د جنايي جرمونو د پولیسو فدرال ادارې یا «BKA» د روان کال د دسمبر میاشتې تر نیمايي پورې په ټول آلمان کې د مهاجرینو پر کمپونو او هستوگنځایونو باندې ۲۶۴ بریدونه ثبت کړي دي.

د آلمان د جنايي جرمونو د پولیسو فدرال ادارې د رپوټ په حواله د بریدونو له دې شمیر څخه ۲۵۱ بریدونه د ښي اړخه سخت دریځو له لوري ترسره شوي او د پولیسو په وینا په ۱۳ نورو بریدونو کې بیا سیاسي انګیزه نه ده لیدل شوې.

سربیره پر دې، دې شمیرو ته په کتو سره دا جوته کیږي چې د تیرو دوو کلونو په پرتله د مهاجرینو پر کمپونو باندې په دغه راز بریدونو کې د پام وړ کمی راغلی دی.

ويديو وګورئ 02:00

«مهاجر دې د اخراج پر ځای وروزل او د کار په بازار کې ادغام شي»

په ۲۰۱۶م کال کې آلماني چارواکو ویلي وو چې دوی د مهاجرینو پر کمپونو باندې د سیاسي انګیزې درلودونکي ۹۹۵ بریدونه ثبت کړي وو چې له دې جملې څخه ۱۶۹ پیښو کې له تاوتریخوالي کار اخیستل شوی دی.

په ۲۰۱۵م کال کې بیا د مهاجرینو پر کمپونو باندې دغه راز ۱۰۳۱ بریدونه ثبت شوي وو چې زیاتره دغه بریدونه د آلمان له لوري مهاجرینو ته د دروازو تر پرانیستولو وروسته د کال په نیمایې دوهمه برخه کې ترسره شوي وو.

د دغه راز بریدونو په کچه کې کمښت مسئلې ته په کتو سره، په آلمان کې د مهاجرت د کړکیچ له پیل څخه وړاندې دغه شمیر بیا هم لوړ دی. په ۲۰۱۴م کال کې دغه ډول ۱۹۹ بریدونه او بیا په ۲۰۰۳م کال کې تر هغه هم کم یعنې ۶۹ بریدونه ثبت شوي وو.

 

د موضوع په اړه ویدیوگانې او غږونه