په آلمان کې د وژنو پېچلې پيښه | آلمان او نړۍ | DW | 14.05.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

په آلمان کې د وژنو پېچلې پيښه

د آلمان په بایرن ایالت کې د یوې نادرې پيښې نور اړخونه هم رابرسیره شوي دي. د هوټل په یوه خونه کې د درو جسدونو تر موندل کیدو وروسته چې لیندۍ یې تر څنګ پرتې وې، د پيښې د یوه قرباني په کور کې نور دوه جسده موندل شوي دي.

د شنبې په ورځ د آلمان په سویلي ښار پاساوو کې د هوټل په یوه خونه کې درې جسدونه چې د لیندۍ په غشو سوري ول، وموندل شول. د آلمان پولیسو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۱۳مه) وویل چې اوس يې د درو موندل شوو مړو څخه د یوه په کور کې دوه نور جسدونه موندلي دي.

په پاساوو کې د ایالتي څارنوالانو ویاند ویلي دي د سویل لویدیځ ایالت نیدرزاکسن په ویټنګ سیمه کې په یوه کور کې د دوو ښځو جسدونه موندل شوي دي. د څارنوالانو په وینا د پاساوو د پيښې یوه ۳۰ کلنه په ویټنګ کې اوسیده.

د پولیسو په وینا په ویټنګ کې د موندل شوو میرمنو د هویت او د پاساوو له پيښې سره د هر ډول ممکنه ربط په هکله هڅې روانې دي.

Bayern, Passau: Drei Tote in Gästezimmer gefunden (picture-alliance/dpa/L. Mirgeler)

د میلمستون خاوند وایې چې درو سره غوښتل دغلته درې شپې تیرې کړي

درې لیندۍ

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلې دي چې دغه معما د شنبې په ورځ هغه مهال پېل شوه چې په پاساوو کې د هوټل یوه کارکوونکي درې میلمانه په یوه خونه کې مړه وموندل. په موندل شوو مړو کې یو ۵۳ کلن سړی او دوې ۳۰ کلنې ښځې دې چې بدنونه یې د لیدنۍ په غشو سوري شوي ول. ۵۳ کلن سړی او یوه ۳۰ کلنه ښځه په یوه کټ کې لاس په لاس پراته وو او بله ۳۰ کلنه میرمن پر ځمکه مړه موندل شوې وه.

تحقیق کوونکو لومړی دوې لیندۍ وموندلې او بیا وروسته یې په یوه بیګ کې د دریمې لیندۍ د موندل کیدو خبر ورکړ. لومړنۍ څیړنې په دغو مرګونو کې د بل کوم کس ښکیلتیا په هکله نخښې نښانې نه په ګوته کوي.

د څارنوالانو په وینا دا خبره هم لا نامعلومه پاتې ده چې مړو شوو کسانو څرنګه له یو او بل سره پيژندګلوي درلوده. ځکه چې یو ۵۳ کلن سړی او ښځه د راینلندفلڅ ایالت اوسیدونکي ول او یوه ښځه بیا د نیدرزاکسن. درې واړه د جمعې په ورځ هوټل ته ورغلي ول. ښایي نن د سه شنبې په ورځ د مړینې د علت د معلومولو په هکله د معایناتو نتیجه معلومه شي. 

(tj/msh sr/nz (dpa, AFP

زموږ له آرشیف څخه: 

DW.COM

اعلان