په آلمان کې د قاتل سپي د نه وژلو غوښتنه | آلمان او نړۍ | DW | 10.04.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کې د قاتل سپي د نه وژلو غوښتنه

په آلمان کې د سپو د حقونو د ساتنې یوې ډلې د یکشنبې په ورځ د هغه سپي له وژلو سره مخالفت وښود چې په هانوور ښار کې یې خپل مالکان وژلي دي.

دغې ډلې په یوې انترنتي پاڼه کې یوه غوښتنه هم شریکه کړې ده چې په کې ۲۲۳ زرو کسانو د یکشنبې تر ماښامه پورې لاسلیکونه کړي دي.

دغه سپی چې چیکو نومییږي اوس د حیواناتو په ساتنځای کې ساتل کیږي او د حکومت د پلان له مخې به ووژل شي. دې سپې یوه ۵۲ کلنه میرمن او د هغې ۲۷ کلن زوی چي د هغه مالکان ول وژلي دي.

پر انترنت باندې په خپرو شویو انځورونو کې په لسونو کسان لیدل کیږي چې له ځان سره داسې پلاکاتونه لیږدوي چې ورباندې لیکل شوي: «چیکو د ژوند حق لري» او «چیکو موږ به تسلیم نه شو.»

د حیواناتو هغه ساتنځای چې اوس چیکو پکښې وخت تیروي هم په ټولنیزو شبکو کې لیکلي دي چې نه غواړي دغه سپی ووژل شي.

اعلان