په آلمان کي يو مهاجر په ابدي بند محکوم سو | اروپا ته مهاجرت | DW | 24.05.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کي يو مهاجر په ابدي بند محکوم سو

د جرمني په مکلنبورگ فورپومرن ايالت کي يو نه منل سوی مهاجر د يوه ۸۵ کلن آلماني د قتل په جرم په ابدي بند محکوم سو.

د جرمني په مکلنبورگ فورپومرن ايالت کي يو نه منل سوی مهاجر د يوه ۸۵ کلن آلماني د قتل په جرم په ابدي بند محکوم سو. دغه ځوان چي د اخراج د ځنډ سند ورکړل سوی وو، بايد په جنوري مياشت کي لا افغانستان ته اخراج سوی وای.

د جرمني د مکلنبورگ فورپومرن ايالت محکمې په شويرين ښار کي د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د می ۲۴مه) اعلان وکړ چي د رد سوي افغان مهاجر له خوا د ۸۵کلن د قتل جرم ثابت سوی دی.

د دغي محکمې په خبره دغه ځوان د تيرکال د نوامبر مياشتي پر۱۷ نېټه سهار په بستر کي د متقاعد کس غاړه په چاقو پرې کړې او په دې سره يې هغه په قتل رسولی دی.

د محکمې قاضي د حکم د اورولو پر مهال تائيد کړه چي د دغه قتل انگېزه تر اوسه پوري روښانه نه ده. د هغه په خبره محکوم سوي ځوان د مقتول له لوري سره اړيکي لرلې او له ناتوانه ۸۵کلن سړی سره يې غرض نه درلود.

دغه قاضي زياته کړې ده چي د مقتول لور د دغه ځوان چي د اخراج د ځنډ سند ورکړل سوی وو، کارونه مخته وړله. او ښځي يې هغه ته ډاډ، اپارتمان او پيسې ورکړي او په دې ترڅ کي بيا دغه مهاجر د مقتول لور خپل ملکيت باله.

د دغه افغان مهاجر چي د کندز له يوې ولسوالۍ څخه دی، سن معلوم نه دی. د محکمې د اټکل پر اساس دغه مهاجر د جرم پرمهال حد اقل ۲۱ کلن وو.

(N.Z(dpa