په آلمان کي د مهاجرو پر هستوګنځایونو بريدونه ډير شوي | آلمان او نړۍ | DW | 08.11.2018
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

په آلمان کي د مهاجرو پر هستوګنځایونو بريدونه ډير شوي

په آلمان کي له ډيري مودې وروسته بيا د مهاجرو پر هستوگنځايونو باندي بريدونه ډير شوي دي. خو بيا هم تر ۲۰۱۷م کال لږ دي.

له څو کلونو وروسته بیا هم په آلمان کې د پناه غوښتونکو پر هستوګنځايونو باندې بریدنه ډير شوي دي. د روان کال د جولای او سپتمبر مياشتو ترمنځ پوليسو د مهاجرو پر هستوگنځايونو باندي ۳۷ بريدونه ثبت کړي دي. دغه معلومات آلمانۍ ورځپاڼي «نويه اسنابروکه» د حکومت له هغه جوابه خپاره کړي چي د کيڼ اړخو ګوند يوې پوښتني ته يې ورکړی. ورځپاڼه ليکي چې دغه شمیر د تیرکال د دویمي ربعې په پرتله دوې حملې زياتې دي.

په دې ډول نو د پناه غوښتونکو پر هستوګنځایونو بريدونه چې په دي وروستيو کلونو کي مخ پر کميدو ول، بيا زيات شوي دي. په خاصه توګه د لا نورو پيښو د رامنځ کيدلو په اړه خبري کيږي.

په دغه رپوټ کې پر دې سربيره ويل شوي دي چې دغه شان بريدونه اوس په ډير تاو تریخوالي سره تر سره کيږي. په آلمان کې له جولای مياشتي څخه تر سپتمبره پوري د پناه غوښتونکو د اوسیدلو پر کورونو، د دغه ډول بريدونو په لړ کې نهه کسان ټپيان شوي دي. دا په داسی حال کې ده چې د روان کال له جنوري مياشتې څخه تر جون مياشتې پورې په دغه ډول بريدونو کې يوازي يو کس ټپې شوې وو.

خو په ټوليزه توګه دغه ډول بريدونه د ۲۰۱۷م کال په پرتله تر نيمايي زيات کمښت موندلی دی. الماني چارواکو د روان ۲۰۱۸م کال له جنورې مياشتې څخه تر سپتمبر پورې په مجموعي توګه ۱۱۴ بریدونه ثبت کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې ۲۲۶ بریدونه شوي ول.

د آلمان د کيڼ ارخو ګوند د داخلی سياسي چارو مسولي اولا يلپکه،خپله انديښنه څرګنده کړه چې د پناه غوښتونکو د اوسیدولو پر ځایونو دغه ډول بريدونه به زيات شي: «هغه کسانو چې باور يې درلود چې پر پناه غوښتونکو به بريدونه کمښت ومومي، اوس د دوي د څرګندونو برعکس يې ويني.»

په سپتمبر مياشت کې د يو ۳۵ کلن آلماني وژل، چې په ډير ګومان سره يوه عراقي پناه غوښتونکي په چاقو وژلی دی، په کيمنيڅ ښار کې د پراخو اعتراضونو سبب شو.

د آلمان د کورنيو چارو وزارت د ثبت شويو ارقامو له مخې د روان ميلادی کال په دريمه ربع کې د پناه غوښتونکو پر ضد ۱۷ اعتراضونه شوي دي چې پکښې ۲۴۸۰۰ کسانو ګډون کړې وو. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې په دغه اعتراضونو کي ۸۶ جرمي پيښې رامنځ ته شوی دي.

اعلان