په آلمان کي «دولدونگ» چا ته ورکول کيږي؟ | اروپا ته مهاجرت | DW | 24.04.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

اروپا ته مهاجرت

په آلمان کي «دولدونگ» چا ته ورکول کيږي؟

د آلمان حکومت غواړي د پناه غوښتونکو په قانون کي بدلون راولي. له دې قانون څخه په تيره بيا هغه کسان اغيزمن کيږي چي د پناه اخيستلو چانس ونه لري. دولدونگ چاته ورکول کيږي او د دغه سند لرونکي کوم حقونه او مکلفيتونه لري؟

دولدونگ څه ته وايي؟

هغه کسان چي په آلمان کي بې قانوني اقامته ژوند تيروي، په حقيقت کي مکلف دي چي دغه هيواد پريږدي. د دغو کسانو ځيني بيا په داوطلبانه ډول خپلو ټاټوبو ته ستنيږي، خو ځيني نور بيا له دغه ډول مکلفيت څخه په اصطلاح سرغړونه کوي او نه غواړي بيرته ولاړ سي. کله ناکله هغوی د چارواکو له خوا بيرته استولو ته مجبوريږي، خو که دا کار امکان ونه لري بيا نو ورته دولدونگ (د اخراج ځنډيدو سند) ورکول کيږي.

په آلمان کي د بيرته لېږلو له ګواښ سره مخامخ څومره کسان ژوند کوي؟

د آلمان په پارلمان کي د کيڼ اړخه فراکسيون نوموړي پوښتني ته د آلمان حکومت د فيبروري مياشتي په پاي کي دا ډول جواب ورکړی: «د جرمني د خارجيانو د راجستر په مرکز کي د ۲۰۱۸م کال پر۳۱ مه په مجموعي ډول ۲۳۵۹۵۷کسان مکلف ول چي بيرته خپلو هيوادونو ته ستانه سي چي له هغو څخه يي ۱۸۰۱۲۴کسانو دولدونگ درلود او ۵۵۸۳۳ يي نه درلود.»

د په بيرته ستنيدو باندي مکلفو کسانو له ډلي څخه زياتره يي رد سوي مهاجرين دي. خو په هغوی کي داسي کسان هم شامل دي چي د سيلانيانو، محصلينو او يا هم کارگرانو په توگه راغلي او بيرته نه دي ستانه سوي.

يوازي په ۲۰۱۸م کال کي د جرمني له پوليسو سره ۱۵ زره کسان ثبت ول چي ويزه يي ختمه سوې وه. زياتره کسان له چين، ترکيې، هند او روسيې څخه راغلي ول.

په کومو حالاتو کي د په اخراج مکلف کسانو ته دولدونگ ورکول کيږي او بيرته نه استول کيږي؟

د دولدونگ د ورکړي مهم دليل، د اعتبار وړ سفري اسنادو نشتوالی دی. د دغو اسنادو نوي کول ډير وخت غواړي، دا ځکه چي د هغوی د اړوندو هيوادونو مامورين په سُستۍ سره کار کوي. په ۶۵۰۰ مواردو کي بيا د هغوی اصلي ټاټوبي معلوم نه ول.

بله لويه ډله بيا هغه کسان دي چي له عاجلي بشري او يا هم شخصي دلايلو له مخي بيرته نه استول کيږي. په زده کړو باندي اخته کسان هم په هغوی کي شامل دي. همدارنګه د کورنۍ د ناروغه غړو د پالني کسان هم د دولډونگ په کټگوري کي راځي. څه ناڅه ۴۰۰۰ کسان بيا د صحي دلايلو له امله بيرته نه سي استول کيدای. ځينو سيمو او هيوادونو ته بيا بيرته ستنيدل منع دي. د مثال په ډول عراق ته يوازي د هغه هيواد مجرم او خطرناک اتباع ليږل کيږي.

په بيرته ستنيدو مکلفو کسانو ته د څومره وخت دولدونگ ورکول کيږي؟

دولدونگ (د اخراج ځنډيدو سند) يو محدود وخت لري، وخت يې د خارجيانو اداره ټاکي. د دولدونگ درلودونکو کسانو ۳۷ سلنه له څه د پاسه درو کلونو راهيسي په آلمان کي ژوند کوي. ۱۸سلنه يې بيا له پنځو کلونو څخه هم زيات.

په اصل کي دولدونگ لرونکي کسان هر وخت او پرته له کوم اساسي علت څخه بيرته استول کيدای سي. دا په هغه صورت کي چي د سفر کولو اسناد يي برابر او يا يي هم زده کړي پای ته رسيدلي وي.

دولدونگ لرونکي کسان کوم مکلفيتونه او حقونه لري؟

هغوی بايد په منظم ډول مربوطه چارواکو ته ورسي. هغوی د پناه غوښتونکو د قانون له مخي هغه اجتماعي کومکونه ترلاسه کوي چي پکښي مالي کومکونه او۴۰ يورو مياشتنی جيب خرڅ هم شامل دی.

د کوچنيانو له پاره بيا دغه جيب خرڅ ۲۰ يورو دی. د بيرته ستنيدو په ورځ دغه مرستي نور قطع کيږي. که هغوی په خپل بيرته استولو کي خنډونه رامنځته کوي، بيا نو دغه مرستي هم ورباندي کميږي.

د دولدونگ له تر لاسه کولو درې مياشتي وروسته هغوی کولای سي د کار د اجازې تر لاسه کولو له پاره عريضه وړاندي کړي. د کار بازار ته پرته له قيد او شرطه ننوتل په اتوماتيک ډول ۴۹ مياشتي وروسته ورته ممکن وي.

هغوی کولای سي تر اته کاله دولدونگ وروسته د اقامت ويزي د تر لاسه کولو عريضه وړاندي کړي او هغه هم په دې شرط چي خپل مصارف ټوله په خپله پوره کړي.

هغه کورنۍ چي کم سنه کوچنيان لري، شپږ کاله وروسته لا له دغه ډول امکاناتو څخه ګټه اخيستلای سي. د ۱۴ او ۲۱ کلنو ترمنځ کسان پس له څلورو کلونو کولای سي د آلمان اقامت ترلاسه کړي، هغه هم په دې صورت کي چي په آلمان کي يي په مکتب يا مسلکي زده کړو کي نوم ثبت کړی وي.

په دولدونک کي به اوس کوم بدلونونه راسي؟

په دغه قانون کي ډير کوچني بدلونونه په نظر کي نيول سوي دي. په خاص ډول دغه موضوع شخړه ايزه ده چي له بيرته ستنيدو سره مخامخ کسان به په آسانۍ سره د هغوی له پاره ځانګړو سوو زندانونو ته واچول سي.

تر اوسه پوري يوازي هغه کسان بندي کيدل چي د تېښتي خطر يې موجود وو. د نامعلوم هويت لرونکو کسانو ته به دولدونگ ورکول کيږي، ځکه هغوی نه غواړي په خپلو هيوادونو کي د پاسپورت عريضه ورکړي. په دې ډول به هغوی په آلمان کي د اوسيدو او کار اجازه و نه لري.

له بلي خوا به دولډونگ لرونکي کسان په راتلونکي کي د مدغم کيدو ښه چانسونه هم ولري. شپږ مياشتي وروسته به ورته د ژبي د مسلکي کورسونو زمينه برابره سي چي تر اوسه پوري په استثنايي ډول دا کار ممکن وو.

Jan D. Walter

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM