پنځوس سلنه آلمانان اسلام ته د شک په سترګه ګوري | آلمان او نړۍ | DW | 12.07.2019
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

آلمان او نړۍ

پنځوس سلنه آلمانان اسلام ته د شک په سترګه ګوري

د بېرتلسمن بنسټ په حواله د آلمان ۵۰ سلنه اوسېدونکي له اسلام څخه منفي تصور لري. په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر ايمن مازيک، وایي چې دې موضوع په مثبته توګه حیران کړی. دا چې ولې؛ مرکه یې دلته ولولئ.

دويچه ويله: ښاغلی مازيک، په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر، د بېرتلسمن بنسټ د اديانو او مذهبونو د څار څانګې په حواله په آلمان کې اسلام ته د شک په سترګه کتل ډېر عام دي. داسې ويل شوي چې اسلام ته د يوه نړيوال دين په سترګه نه، بلکې د يوې سياسي ايډيالوژۍ په سترګه کتل کيږي. ستاسو په نظر ولې داسې ده؟

ايمن مازيک: دا تر يو حده د اسلام په اړه د يوې يا دوو لسيزو راهيسې د اوږده بحث پايله ده. په دې کې ترمينولوژي يا اصلاحات هم اهميت لري: د مثال په ډول د «اسلاميزم» اصطلاح څه نا څه خلک دې ته هڅوي چې دغه شان یو تصور تعقيب کړي. خو د ښي اړخو او ښي اړخو عوامپالو تبليغات هم پکې ونډه لري. يعنې کله چې هغوی وايي چې اسلام دين نه دی، بلکې ايډيالوژي ده. دغه شان بحثونه یو ځانګړی لیدلوری لا پسې پیاوړی کوي. څه چې تل په نظر کې نه نيول کيږي، دا دي چې ۹۹،۹ سلنه مسلمانان په ټوله دنيا کې د اسلام دين داسې عملي کوي، لکه څنګه چې يې پېژنو. يوازې يو وړوکی اقليت دی چې په دغه بحث کې تل سرټکي جوړوي.

دويچه ويله: تاسو خپله داخلي موضوعاتو ته اشاره وکړه. د داعش يا «اسلامي دولت» په څېر ترهګر سازمانونه د دغه شان تصور په لا پیاوړي کیدو کې څومره نقش لري؟

ايمن مازيک: هغوی له بده مرغه د يادو دريځونو چې ځينې ورڅخه استازيتوب کوي، اصلي مخکښان دي. اصلي اشتباهي انګېرنه چې تر اوسه لا دوام لري، دا ده چې د افراطيت او دين تر منځ په دغه بحث کې د جلاوالي او بېلتون معيار وجود نه لري. په تکرار سره دغه موضوعات سره ګډيږي.
دويچه ويله: نو ستاسو اشاره رسنيو او سياست ته ده؟

ايمن مازيک: نه يوازې رسنۍ او سياسيون. منظور مې هغه عمومي بحث دی. زه علم استثنا ګڼم، مګر دا چې بحث د نيمه علمي جريدو په اړه وي. خو په عادي صورت کې علم ډېره هر اړخيزه بڼه لري. له دې کبله دا پر رسنيو نيوکه نه ده، بلکې پر عمومي بحث باندې يو انتقاد دی.

Symbolbild | Antimuslimischen Rassismus (imago images/IPON)

ايمان مازيک د منفي تصور د بدلون له پاره زياتې هلې ځلې غواړي

دويچه ويله: خو ستاسو په اند رسنۍ په دغه لړ کې کوم رول لوبوي؟ د کډوالۍ او تېښتې د بحث په اړه رپوټ ورکونه څنګه ارزوئ؟

ايمن مازيک: دايم پر اسلام باندې تمرکز کيږي. داسې ګرايش موجود دی چې په لومړي سر کې اسلام د ځينو غلطو انکشافاتو د توجیه په توګه وکارول شي. اسلام تل د دليل په توګه راوړل کيږي. زما عرض دا نه دی چې اسلام د دين په توګه له دغو ټولو برخو څخه بېل او جدا کړم. زما منظور دا نه دی چې دا هر څه ګويا له اسلام سره هيڅ تړاو نه لري. زما عرض دا دی چې: د ستونزو او غلطو انکشافاتو د دلايلو د بافت په برخه کې ښايي دين د ناوړه استفادې په توګه يو رول ولوبوي، خو دین بیا د دې وضعیت یوازینی دليل نه دی. کلتوري، ټولنيز، اقتصادي او نور موضوعات هم يو رول لوبوي څو ځينې ستونزې راولاړې او تشريح شي. دا کار بيا اکثرا د کډوالۍ، تښتېدلو او شړل شوو کسانو، اسلام يا مسلمانانو په برخه کې نه تر سره کيږي. دا هر څه بيا په پايله کې د بحث د تنګېدو باعث ګرځي. 

دويچه ويله: د بېرتلسمن د بنسټ څېړنه د ديني زغم په برخه کې ځينې کمبودۍ موندلې دي. په تېره د اسلام په برخه کې ستونزې موجودې دي او د ۵۰ سلنه خلکو له خوا ورته په منفي نظر کتل کيږي. خو نور ۵۰ سلنه کسان بيا بېل نظر لري. په دې ترتیب نو دغه څیړنه څومره معنی لرونکې ده؟ 

ايمن مازيک: زما په نظر سړی پکې ډېر مثبت شيان هم ليدلی شي. زه نه غواړم چې وچ او بدبينانه ځواب درکړم، کله چې وايم: زه دې ته په مثبت ډول ګورم او حيران يم چې د دغه منفي بحث پر تلپاتې حضور سربېره هم ۵۰ سلنه خلک اسلام ته په منفي سترګه نه ګوري. 
له دې څخه دې نتيجې ته رسيږم چې ټولنيز پيوستون او د انسانانو تر منځ روابط لا تر يو حده پورې سم او رغنده دي. ما د لا خرابو نتيجو انتظار لره. ځکه چې موږ دلته د يوه تلپاتي او همېشني بحث په هکله خبرې کوو. د دې له پاره ۵۰ سلنه يوه ښه نتيجه ده. زما هيله به دا وای چې لا ښه نتيجه موجوده وای، خو که رښتيا ووايم، زه ښايي يوې لا خرابې نتيجې ته حيران شوی نه وای.
      
دويچه ويله: پنځوس سلنه د آلمان اوسېدونکي مسلمانانو ته د شک په سترګه ګوري. آيا مسلمانان هم د دغه ټولنيز وضعيت اغېزې محسوسوي؟

ايمن مازيک: هغه ډېرې پراخې اغېزې لري. تاسو يوازې اعدادو او ارقامو ته وګورئ: موږ د ۲۰۱۷ کال راهيسې په لومړي ځل پر مسلمانانو او د هغوی پر بنسټونو باندې د اسلام ضد بريدونه وينو. په ۲۰۱۷ کال کې زر دغسې پېښې شوې دي. تېر کال دغه شمېر لږ څه راکم شوی دی. خو بلې خوا ته هغه بريدونه ډېر شوي دي چې انسانانو ته پکې بدني او فزيکي ضرر رسېدلی دی. د دغسې پېښو کيفيت لا شديد شوی او د پردې تر شا اصلي شمېر يې لا پسې لوړ دی ځکه چې پوليس او قضا د دغو موضوعاتو په برخه کې کافي پاملرنه او روزنه نه لري. ډېر مسلمانان بيا حقوقي شکايت هم نه کوي.
دا د دې ثبوت دی چې د اسلام پر وړاندې دښمني يا له مسلمانانو سره دښمني ډېره زياته شوې ده. موږ هره اوونۍ پر مسجدونو باندې بريدونه يا د سپکاوي پېښې وينو. او په ټولنه کې د اعتراض کچه هم محدوده پاتې کيږي، چې دا هم هرو مرو په دغه عمومي بحث پورې اړه لري. 

Goldener Halbmond Minarett Zentralmoschee in Köln (picture-alliance/dpa/O. Berg)

پر مسجدونو باندې بريدونه د ډېرېدو په حال کې دي

دويچه ويله: بېلابېلې اسلامي ټولنې څنګه په دغه بحث کې برخه اخيستلی شي څو د مسلمانانو پر وړاندې حاکم تصور بدلون ومومي؟

ايمن مازيک: موږ هغه څه چې کوو يې په لا پراخه او ښه توګه تر سره کولی شو. د بیلګې په توګه د پرانيستي مسجد د ورځو په څېر پېښي يا داسې پروژې چې ګاونډيان د خبرو اترو له پاره جومات ته وربلل شي يا داسې کمپاينونه چې د مرکزي شورا په توګه يې د کلونو راهيسې تر سره کوو. 
بله دا چې د تنوع د ساتلو او زموږ د آزادې دموکراسۍ د تداوم له پاره بايد د مظاهرو او لاريونونو د لارې ملاتړ وشي: هر هغه څه چې تر سره کوو يې بايد لا پسې وغځوو. زه له ټولو خلکو څخه هيله کوم، يعنې زموږ په شمول، چې موږ لا زياتې هلې ځلې، لا زيات حضور او لا زيات شخصي ابتکار ايجاد کړو.

دويچه ويله: کله چې له مسلمانانو څخه غوښتنه کيږي چې له تروريستي بريدونو څخه بايد فاصله ونيسي، نو په دې اړه ستاسو نظر څه شی دی؟

ايمن مازيک: موږ په دې برخه کې تل په يوه ترينګلي حالت کې قرار لرو. موږ پوهيږو، کله چې موږ په دې اړه دريځ او موقف خپلوو او دغسې کړنې غندو، نو داسې انسانانو ته هم رسېدای شو چې په واقعيت سره يې هيڅ وخت هم نه دي اورېدلي چې اسلام او مسلمانان د تروريزم، ځانمرګو بريدونو او افراطيت په اړه يو څرګند دريځ لري. خو خطر همېشه دا دی چې سړی دې ته پکې مجبوريږي چې دريځ خپل کړي، سره له دې چې دا کار تر مخه لا شوی هم وي. دا بيا په هغه عمومي حاکم بحث پورې اړه لري. حقيقت دا دی چې په دغه بحث کې د دين او افراطيت تر منځ اصلي بېلوالی موجود نه دی. دا حالت ځکه نو د شکمنو بحثونو نتيجه لري.

يادونه: ايمن مازيک په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا مشر دی.

ديانا هودالي/ن ص/م س    

اعلان