1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پنتاګون: توپان، افغانستان ته د سرتیرو د استولو بهیر ورو کوي

۱۳۹۶ مهر ۱۴, جمعه

د پنتاګون چارواکي وايي چې په پورتو ریکو کې د توپان له قربانیانو سره د دفاع وزارت مرستې به افغانستان ته د ځینو امریکایي اضافي سرتیرو د استولو بهیر ورو کړي.

https://p.dw.com/p/2lJZb
Afghanistan - US Soldaten am Ort eines Selbstmordanschlags der Taliban
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/S. Seiam

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت چارواکو همداراز ویلي دي چې له دې سره د نړۍ په نورو برخو کې د دغه هیواد پوځي ماموریتونه هم اغیزمن شوي دي. په دغو ماموریتونو کې د هغې پوځي بیړۍ ماموریت هم شامل دی چې د کوریا د ټاپوزمې په لور د حرکت په حال کې ده.

له پنتاګون څخه جنرال کین مکینزي، ویلي دي چې هغه یو محدود شمیر ترانسپورتي الوتکې په اخیتار کې لري چې اوس پورتو ریکو ته په مرسته رسولو بوختې دي.

هغه ویلي دي: «ځنډونه به رامنځ ته شي. خو زه فکر کوم چې دغه ځنډونه به په وړوکې کچه وي.»

 مکینزي زیاته کړې ده چې همدا محدودیتونه افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو لړۍ یو څه ورو کوي او کیدای شي چې نور ماموریتونه هم اغیزمن کړي.

تر دې مخکې د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، هم کانګرس ته په خپلو خبرو کې روښانه کړې وه چې د پورتو ریکو د مرسته رسولو چارې به آن تر راتلونکې کال پورې افغانستان ته د اضافي سرتیرو د استولو لړۍ اغیزمنه کړي ځکه اوس د چمتوالي بهیر اخلال شوی دی.

په وروستیو وختونو کې پورتو ریکو له سخت توپان سره مخامخ شو چې له کبله یې په لوړه کچه ویجاړۍ رامنځ ته شوې. اوس امریکا متحده ایالات دې سیمې ته د مرستو رسولو په حال کې دی. تر ې مخکې ولسمشر دونالد ترمپ هم دې ځای ته سفر کړی وو.